ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه: که شېرزى د ګوشتې پر موضوع قناعت رانکړ، څارنوالۍ ته يې معرفي کوو

ولسي جرګه: که شېرزى د ګوشتې پر موضوع قناعت رانکړ، څارنوالۍ ته يې معرفي کوو

author avatar
29 Apr 2013 - 11:42
ولسي جرګه: که شېرزى د ګوشتې پر موضوع قناعت رانکړ، څارنوالۍ ته يې معرفي کوو
author avatar
29 Apr 2013 - 11:42

جلال اباد ( پژواک ٩ غويى ٩٢ ) : د ولسي جرګې د دفاعي کمېسيون وايي، چې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى به د ګوشتې په مسئله کې د بې غورۍ په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي.

بلخوا د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي ، چې د ننګرهار ولايت د چارواکو د بې غورۍ له امله پاکستاني ځواکونه لسګونه کيلومتره مخکې راغلي او دافغانستان خاوره يې لاندې کړې ده.

پاکستان له تېرو څو مياشتو راهيسې په دغه سيمه کې د نورو تاسيساتو جوړولو ترڅنګ يوه لويه دروازه هم جوړه کړې ده، که څه هم په مرکز کابل کې دافغانستان حکومت پر دې کلک غبرګون وښود او يو پلاوى هم پاکستان ته ولېږل شو ، خو تر اوسه په دې اړه پاکستان کوم اقدامات نه دي کړي.

د ولسي جرګې ددفاعي چاروکمېسيون رييس محمد همايون همايون په مشرۍ يو پلاوى، چې پکې د ولسي جرګې پخوانى مرستيال او په دغه جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى حاجي ظاهر قدير ، يو شمېر نور وکيلان او د ننګرهار د ولايتي شورا غړي شامل وو، پرون د ګوشتې ولسوالۍ سرحدي سيمې ته ولاړل او د پاکستان له خوا جوړ شوي تاسيسات يې له نږدې څخه وليدل.

همايون په همدې سيمه کې پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال په ډاګه کړه، چې پاکستان دافغانستان په خاوره کې دغه تاسيسات جوړ کړي دي.

هغه پر نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه پر امريکا نيوکه وکړه، چې د پاکستان په دې کار چوپه خوله پاتې شوې ده.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسيون مشر همايون د ننګرهار پر والي ګل اغا شېرزي هم نيوکه وکړه ، چې د پاکستان د دروازې او تاسيساتو د مخنيوي لپاره يې پر وخت اقدام ونه کړ.

نوموړي زياته کړه : (( موږ به والي ګل اغا شېرزى دسپيناوي لپاره ولسي جرګې ته راوغواړو او که قانع ورکوونکى ځواب يې ورنکړ، نو څارنوالى ته به يې معرفي کړو.))

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکواستازي او په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو پخواني قوماندان حاجي ظاهر قدير دنوې جوړې شوې دروازې په څو مترۍ کې خبريالانو ته وويل، چې پاکستان له دې دروازې پورې غاړه دغځېدلي سړک ډېره برخه پخه کړې ده.

هغه زياته کړه ،داسې معلومات يې هم  ترلاسه کړي ، چې دغلته د دروازو او تاسيساتو تر جوړولو وروسته پاکستان غواړي د تورخم دروازه وتړي اوپه بدل کې يې دا نوې جوړه دروازه د خلکو پرمخ پرانيزي.

دى وايي : (( له دغه کار سره پاکستان غواړي په دې سيمه کې غصب کړې ځمکې ته قانوني بڼه ورکړي .))

دننګرهار د ولايتي شوارغړي ذبيح الله زمري پژواک اژانس ته په سيمه کې وويل ، چې د ولايتي ادارې د بې غورۍ له امله پاکستان دلته پرمختګونه کړي دي.

هغه زياته کړه ، چې پاکستان غواړي له دې کار سره د ډيورنډ پولې ته رسميت ورکړي .

ددغو سرحدي سيمو ځينې اوسېدونکي وايي، چې د افغان چارواکو د بې غورۍ له امله په تېرو څوکلونوکې پاکستاني ځواکونه لسګونه کيلومتره مخکې راغلي اود دوی ډېر کلي يې لاندې کړي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي سيد محمد پژواک ته وويل : (( دا دروازه يې زموږ پر سينه جوړه کړې ده، د سيمې نيم خلک اخوا پاتې او نيم يې دېخوا ته.))

د ننګرهار والي ګلا اغا شېرزى مني ، چې پاکستان په ياده سيمه کې نوې دروازه اوتاسيسات جوړ کړي، خو زياتوي چې په دې اړه يې په وخت مرکزي حکومت خبر کړى دى.

هغه ګوشتې ولسوالۍ ته د ولسي جرګې د پلاوي د سفر او پر ده د بې غورۍ د تورونو له لګېدو وروسته په قصر کې خبريالانو ته وويل ، چې دپاکستان اوافغانستان ترمنځ د ډېورنډ پر پوله ډېرکله دغه ډول ناندرۍ دشته نقشوله امله رامځته کېږي .

شېرزي زياته کړه : (( دا په دې معنى چې پاکستان د انګرېزانو د وخت نقشه تطبيق کول غواړي اوافغانان بيا د روسانود وخت نقشه له ځان سره لري، چې په هغې کې د ډېورنډ پوله دپاکستان تر اوسنيو پوستو ډېره شاته ده.

خو د ولسي جرګې ددفاعي کمېسيون مشر همايون ، چې له ځانه سره يې نقشې هم راوړې وې، د بېلګې په توګه د ولسي جرګې د وکيل فريدون مومند کور ياد کړه، چې ددې دروازې په ساحه کې موقعيت لري، خو اوس پاکستانيانو پکې تاسيسات جوړ کړي دي.

نوموړی وايي دا د دې څرګندونه کوي ، چې تاسيسات په افغان خاوره کې جوړشوي.

د ولسي جرګې غړی فريدون مومندهم مني، چې کوريې له دروازې پورې غاړه دپاکستان له خواپه اوسنۍ نيول شوې خاوره کې دی، خو وايي دا د افغان دولت دنده ده ، چې په افغان خاوره کې د پاکستان دمخکې تګ مخه ونيسي.

د ګوشتې په سرحدي سيمه کې مېشت افغان ځواکونه ډېر احساساتي ښکارېدل او ويل يې چې دوى د بريد لپاره د مرکزي حکومت او قوماندانانو امر ته منتظر دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ولسمشر ددفتر رييس عبدالکريم خرم پژواک سره په ځانګړو خبرو کې وويل، چې د ګوشتې په موضوع ولسمشر د امريکا ولسمشر ته يو ليک استولى دى.

هغه زياته کړې ، چې امريکا په دې سيمه کې خپلې پوستې پاکستانيانو ته تسليم کړي  او هغوى پکې تاسيسات جوړ کړي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.