ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د ټاکنو د وروستيو  پايلو د اعلان واک د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ورکړ

ولسي جرګې د ټاکنو د وروستيو پايلو د اعلان واک د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ورکړ

author avatar
29 Apr 2013 - 15:43
ولسي جرګې د ټاکنو د وروستيو  پايلو د اعلان واک د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ورکړ
author avatar
29 Apr 2013 - 15:43

کابل (پژواک ٩ غويى ٩٢): ولسي جرګې د ټاکنو د وروستيو  پايلو داعلان واک د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ورکړ او پرېکړه يې وکړه ، چې  هر ولايت بايد يوه ټاکنيزه حوزه و.

د ټاکنو قانون دغه طرحه د ١٧ فصلونو او ٦٧ مادو درلودونکې ده، چې د تېر کال په مرغومي مياشت کې د حکومت له خوا ولسي جرګې ته وړاندې شوه.

د يادې مسودې د څلورمې مادې شلمه فقره او د اوومې مادې لسمه فقره  نن د بحث او تصويب لپاره د يادې جرګې د تقنين کمېسيون له لوري د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شوه.

د ولسي جرګې د تقنين د کمېسيون رييس قاضي نذير احمد حنفي وويل، د دې طرحې په څلورمه ماده کې حکومت وړانديز کړى ، چې د ټاکنو وروستۍ پايلې دې د ټاکنو کمېسيون له لوري اعلان شي .

خو د ده په وينا، د تقنين کمېسيون غوره بولي، چې دغه واک د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورکړل شي ، ځکه ، چې د ټاکنو کمېسيون د ټاکنيزو شکايتونو د څېړلو واک لري .

په دې اړه تر ډېرو بحثونو وروسته د ولسي جرګې غړو د رايو په اکثريت پرېکړه وکړه ، چې  د ټاکنو وروستۍ پايلې دې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له خوا چمتو او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري دې اعلان شي .

د ولسمشرۍ او ملي شورا په تېرو دوه ځله ټاکنو کې، چې د تقنيني فرمان له مخې تر سره کېدې ،  هم  د ټاکنو وروستۍ پايلې  د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له خوا چمتو او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا اعلانېدې .

دغه راز د ولسي جرګې د تقنين کمېسيون رييس حنفي وويل، چې د ټاکنو قانون د مسودې په اوومه ماده کې حکومت وړانديز کړى، چې هر ولايت بايد په څو ټاکنيزو حوزو وويشل شي.

خو د ده په وينا، د تقنين کمېسيون غوښتنه دا ده ، چې هر ولايت يوه ټاکنيزه حوزه وي.

تر ډېرو اوږدو بحثونو وروسته ولسي جرګې وپتيله ، چې هر ولايت بايد يوه ټاکنيزه حوزه وي .

د ولسمشرۍ او ملي شورا په تېرو دوه ځله ټاکنو کې هر ولايت يوه حوزه وه ، خو د کوچيانو لپاره ټول افغانستان يوه ټاکنيزه حوزه وه .

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د کوچيانو لپاره د ټاکنيزې حوزې بحث راتلونکو ورځو ته پاتې شو.

ولسي جرګې په تېرو درېيو غونډو کې  د ټاکنو قانون په مسوده کې د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم تاييد کړى او پرېکړه يې کړې ، چې رايې به د رايې ورکونې په مرکزونو کې شمېرل کېږي .

دغه راز دې جرګې پر ياده مسوده د بحث په لړ کې  د محکمې له لوري د ټاکنيزو شکايتونو څېړل رد کړي او دغه واک يې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورکړى دى .

د تقنين کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ټاکنو د قانون په مسوده کې شپږ نور اختلافي موضوعات هم  شتون لري ، چې د ولسي جرګې  په راتلونکيو غونډو کې به پرې بحث وشي.

د اساسي قانون له مخې، د قانون مسوده د ولسي جرګې تر تصويب وروسته د تاييد لپاره مشرانو جرګې ته استول کيږي او د ولسمشر تر توشېح وروسته د قانون بڼه غوره کوي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.