چاريکار (پژواک ١٠ غويى ٩٢): د پروان په مرکز کې لومړى يوې ښځې خپل مېړه وژلى او وروسته دغه ښځه هم د خپل ورور له خوا وژل شوې ده.
د پروان د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول سمونوال عبدالحنان کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د پروان د مرکز اړوند په دولانه سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، لومړنۍ پلټنې ښيي، چې د مرينا په نوم يادې ښځې خپل ٤٣ کلن خاوند (عبدالغني) په خپل کور کې په چره ييز ټوپک ويشتلى او وژلى دى، خو وروسته همدا ٣٥ کلنه مرينا هم د هغې د ورور ميراقا له خوا د چره ييز ټوپک پر ډزو وژل شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پوليسو په دې تړاو د همدغه کلي دوه اوسېدونکي په پېښه کې د لاس لرلو په شک نيولي او پېښه تر څېړنو لاندې ده، خو ميراقا تښتېدلى دى.
د دولانه کلي ملک رباني پژواک ته وويل، کله چې د کلي خلک د عبدالغني له وژل کېدو خبر شول، تېره ورځ له پوليسو سره يو ځاى د هغه کور ته ورغلل او د عبدالغني مړى يې د همدغه کور په يوه خونه کې په يوه بوجۍ کې وموند.
هغه وويل، چې وروسته ميراقا خپله خور (مرينا) له ځان سره خپل کور ته بوتله او لږ وروسته د ډزو غږ واورېدل شو.
دى وايي، وروسته خبر شول چې ميراقا خپله خور وژلې او بيا تښتېدلى دى.
يادې دواړې سرچينې د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وايي، چې دغه وژنې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن