ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د عامه نظم پوليسو شپني عمليات پيل کړل

په هلمند کې د عامه نظم پوليسو شپني عمليات پيل کړل

author avatar
30 Apr 2013 - 13:47
په هلمند کې د عامه نظم پوليسو شپني عمليات پيل کړل
author avatar
30 Apr 2013 - 13:47

لښکرګاه (پژواک ١٠ غويى ٩٢): په هلمندکې د عامه نظم پوليسو د وسله والو طالبانو له لوري د اعلان شوو عملياتو په غبرګون کې  شپني عمليات پيل کړي دي.

په لښکرګا کې د عامه  نظم د اومې لوا قوماندان سمونوال غلام سخي غفوري د وسله والو لوري اعلان شوي عمليات تش تبليغات وبلل.

نوموړي نن (د غويي ١٠مه) په يوه خبري ناسته کې د وسله والو پر خلاف د شپنيو عملياتو د پيل خبر ورکړ.

غفوري زياته کړه، چې دغه عمليات به له ٤٤٤  ځانګړي امنيتي ځواک سره يو ځاى په څو سيمو کې پيل کړي.

غفوري پژواک اژانس ته وويل، د هلمند په شپږو ولسواليو کې د عامه نظم پوليس د لويو لارو د ساتنې ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې امنيتي چارې پر مخ وړي.

هغه زياته کړه، چې  ٣٤٠٠ په وسلو او تجهيزاتو سمبال  مسلکي پوليس لري.

هغه د کورونو د تلاشۍ پر مهال د ښځينه پوليسو  او دغه راز د ماين موندلو او کشف د ډلې نشتوالى د يواځېنۍ ستونزې په توګه يادوي ، خو زياتوي، چې دغه ستونزه به ډېر ژر حل شي.

د عامه نظم د پوليسو مشر زياتوي، چې د وسله والو له لوري اعلان شوي عمليات بې اغېزې دي د ګډوډۍ او نا امنۍ له خپرولو پرته به بله لاسته راوړنه ونه لري.

هغه زياتوي، دوه کنډکه نور پوليس هم  په سيمه کې په کار ګوماري، تر څو د فراه او نيمروز ولايتونو امنيت هم خوندي کړي.

عامه نظم په هلمند کې د هغو ولسواليو د لارو امنيت ساتي، چې په دې وروستيو کې له وسله والو پاکې شوې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.