ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بګرام ولسوالۍ کې ډله ييز قبر وموندل شو

په بګرام ولسوالۍ کې ډله ييز قبر وموندل شو

author avatar
1 May 2013 - 12:01
په بګرام ولسوالۍ کې ډله ييز قبر وموندل شو
author avatar
1 May 2013 - 12:01

چاريکار(پژواک، ١١ غويى ٩٢): د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ د يوزباشي په کلي کې د هغو کسانو ډله ييز قبر وموندل شو ، چې د سيمې د خلکو او چارواکيو په وينا، د  خلق ګوند د واکمنۍ پر مهال وژل شوي دي.

د سيمې خلک وايي، چې په دې قبر کې د شلو تنو مړي موندل شوي  ، خو چارواکي دغه شمېره ١٢ تنه ښيي.

د يوزباشي د کلي اوسېدونکي ٦٠ کلن عبدالستار ستاريار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه قبر تېره ورځ هغه مهال وموندل شو، چې يو تن په سکواټور سره  رېګ موټر ته پورته کاوه.

هغه وويل، چې د قبر تر موندل کېدو وروسته  د سيمې خلکو امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړ او وروسته په دې قبر کې د شلو تنو مړي وموندل شول .

د ده په وينا، په قبر کې د مړو له هډوکو سره د جامو ټوټې او پړي چې کېداى شي د وژل شويو کسانو لاس به پرې تړل شوي وو،هم شتون درلود.

هغه وايي، په غالب ګومان په دې قبر کې موندل شوي کسان، د بګرام د يوزباشي، توخچي ، ده ملا  او  غلام علي د کليو  او دغه راز د دې ولايت د کوه صافي ولسوالۍ اوسېدونکي دي .

د ده په وينا، د نورمحمد تره کي او حفيظ الله امين د واکمنۍ پر مهال ( ١٣٥٧ او ١٣٥٨ ) کلونو  کې  د يادو سيمو يو شمېر ديني علما، ښوونکي او نور کسان حکومت ونيول  او بيا تر ننه لادرکه وو.

دى وايي، په دې کسانو کې د يوزباشي د کلي اوسېدونکي، مولوي محمداسحق، مولوي الف خان ، عبدالمالک  او عبدالجليل بزګر، ملا تور شامل وو.

هغه وويل، چې د وخت د واکمن رژيم له خوا  په يادو نيول شويو کسانو کې د غلام علي، توخچي او ده ملا د کليو اوسېدونکي  معلم محمدعارف، معلم ناظم خان ، معلم محمدوسيم، عبدالحکيم ،جميل ، عبدالهادي او ځينې نور هم شامل وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کوه صافي ولسوالۍ اوسېدونکي مولوي محمد عمر ، مولوي رحمت الله او مولوي دادالله او يو شمېر نور کسان  هم له يادو نيول شويو  کسانو څخه وو.

د يوزباشي د کلي بل اوسېدونکى عبدالهادي هم وايي، چې په ياد  شوي قبر کې د شلو تنو مړي موندل شوي او داسې ښکاري، چې  په وژل شويو کسانو کې درې تنه يې ماشومان دي .

ستاريار وويل، چې په دې قبر کې د موندل شويو کسانو مړي په يو تابوت کې ځاى پر ځاى شوي او نن د جنازې د لمانځه تر ادا کولو وروسته په يوزباشي کې خاورو ته سپارل کيږي .

د بګرام امنيه قوماندان سمونوال زمرى ناصري هم د ياد شوي ډله ييز قبر موندل تاييدوي ، خو وايي، چې په دې قبر کې د ١٢ کسانو مړي موندل شوي دي .

دى هم وايي، چې دغه کسان د ” کمونستانو ”  د واکمنۍ پر مهال وژل شوي دي .

د روان کال د وري په ٢٦ مه د سمنګانو ولايت په مرکز کې هم د ٣٠ تنو مړي، چې پر افغانستان د شوروي د يرغل پر مهال نيول شوي او وژل شوي وو،  په دوو ډله ييزو قبرونو کې وموندل شول .

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.