ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د درېيو سترو پروژو کار پيليږي

په هلمند کې د درېيو سترو پروژو کار پيليږي

author avatar
3 May 2013 - 12:14
په هلمند کې د درېيو سترو پروژو کار پيليږي
author avatar
3 May 2013 - 12:14

لښكرګاه (پژواك ۱۳غويى ۹۲) : د هلمند والي وايي ، چې ډير ژر به دې ولايت کې د هغو درېيو بنسټيزو پروژو دجوړولو چارې پيل شي ،چې ددې ولايت اوسېدونكي يې غوښتونكي دي.

د هلمندوالي تورن جنرال محمد نعيم پرون ناوخته په لښكرګاه كې ديوې خبري ناستې پرمهال وويل،چې په دې پروژوكې دكجكي د برېښنا بند،دمالوچو دفابريكې رغول او د دې ولايت  د پوهنتون لپاره د ودانۍ جوړول  شامل دي.

هغه زياته کړه،چې ددې پروژو دكار دپيليدو ژمنې له وړاندې هم شوې وې، خو داځل دوزيرانو شورا دخپلو ټولو كارونو په سركې دغه پروژې نيولې دي.

نوموړي وويل، چې د وزيرانو د شورا تر پرېكړې وروسته يې تېره اونۍ د هلمند له قومي مشرانو،په ملي شورا  كې ددې ولايت دخلكو له استازو سره  يو ځاى له ولسمشر سره دهمدې ژمنې د پوره كولو لپاره ليدلي دي.

والي زياته كړه ، چې له اړونده وزيرانو او ولسمشر سره په دې صلاح شول، چې دكجكي د برېښنا پروژه به بې له  ځنډه په نږدې وروځوكې پيل شي او په لښکرګاه ښار کې به د هلمندد پوهنتون د ودانولو چارې  هم پيل شي .

د هغه په وينا، د دې ولايت د کرنيزو حاصلاتو د پروسس په موخه به د بست تصدۍ (دمالوچو فابريكې) دجوړېدو چارې بياپيل شي .

د هلمندوالي زياتوي : (( هيله منديم چې داړونده وزارتونو او هندوستان دهيواد په مرسته  تر راتلوونكي كال پورې دغه فابريكه دپخوا په څېر بېرته جوړه شي، چې له يوې خوا به دكوكنارو دكر كچه ورسره راټيټه شي او له بلې خوا دكروند ګرو اقتصادي ستونزې به هم هوارې شي.))

ده وويل ، چې ددې فابريكې په فعاليدو سره به زرګونو هلمنديانو ته د کار زمينه هم برابره شي .

د هلمند دنادعلي ولسوالۍ يوتن کروندګر حاجي يعقوب وويل : ((زه د مالچودفابريكې له جوړيدو څخه خوښ يم ، خو دولتي چارواکي په دولتي بوديجې شخصي سوداګري كوي او دخلكو په ستونزو يې نه لګوي.))

دى وايي ، چې دم ګړۍ د هلمند کروندګر په شخصي فابريکو يو من مالوچ په ١٨٠ افغانيو پلوري ، خو دولتي فابريکې يې ترې من په ١٤٠ افغانيو غواړي .

 

 

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.