ابل (پژواک ١٤ غويى ٩٢): په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو د خپلو پنځو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له لوري د غويي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي، چې د افغانستان په سوېل کې يې نن پنځه سرتېري د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
ايساف د وژل شوو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى ياد کړى، خو بايد وويل شي، چې په سوېل کې ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.
خو د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل پژواک اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو پر موټر په چاودنه کې د دغو ځواکونو پنځه تنه وژل شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن