لښکرګا(پژواک ١٤غويى٩٢) : حکومتي چارواکي وايي ، چې د هلمند په سنګين او مارجې ولسواليوکې په دوو بېلابېلو پېښو کې ١٢ وسله وال طالبان او د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د وسله والو دوه قوماندانان وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي ،د سنګين په چرخکيانو مانده او شکر شېله سيمو کې ګډو ځواکونو عمليات کړي ، چې په ترڅ کې يې ٦ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل ،دغه عمليات پرون ناوخته ترسره شول ،چې امنيتي ځواکونو او د سيمې خلکو ته په کې زيان نه دى اوښتى .
ځواک زياتوي ،چې نن له غرمې مخکې د مارجې ولسوالۍ په سيستاني سيمه کې وسله والو طالبانو د پوليسو په امنيتي پوسته دبريد پلان در لود ، خو پوليسو ته له مخکې خبر ورسېد.
د نوموړي په وينا، د پوليسو په کمين کې شپږ وسله وال ووژل شول او په دې نښته کې پوليسو دوه ميله وسله او دوه پايې مخابرې هم نيولې دي .
د يو بل خبر له مخې ، د پکتيکا مرکز ښرنې اړوند د ميرزک په سيمه کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې د وسله والو دوه قوماندان وژل شو دي.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان وايي،چې افغان ځواکونو تېره ورځ د صابر او عابد په نومونو د وسله والو دوه قوماندانان ووژل .
هغه پژواک اژانس ته وويل ،په سيمه کې پوليس او ملي امنيت ځواکونه په ګزمه بوخت وو،چې د وسله والو تر بريد لاندې راغلل.
د هغه په خبره،نښتې نيم ساعت دوام وکړ او په پايله کې يې د وسله والو دوه سيمه ييز قوماندانان ووژل شول،د هغه په وينا ، امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن