ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو قوماندانانو په ګډون ١٤ وسله وال ووژل شول

author avatar
4 May 2013 - 17:31
author avatar
4 May 2013 - 17:31

لښکرګا(پژواک ١٤غويى٩٢) : حکومتي چارواکي وايي ، چې د هلمند په  سنګين او مارجې ولسواليوکې په دوو بېلابېلو پېښو کې  ١٢ وسله وال طالبان  او د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د وسله والو دوه قوماندانان وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي ،د سنګين په چرخکيانو مانده او شکر شېله سيمو کې ګډو ځواکونو عمليات کړي ، چې په ترڅ کې يې ٦ طالبان وژل شوي  او دوه نور ټپيان  دي.

نوموړي  پژواک اژانس ته وويل ،دغه عمليات پرون ناوخته ترسره شول ،چې امنيتي ځواکونو او د سيمې خلکو ته په کې زيان نه دى اوښتى .

ځواک زياتوي ،چې  نن له غرمې مخکې  د مارجې ولسوالۍ په  سيستاني سيمه کې وسله والو طالبانو د پوليسو په امنيتي پوسته دبريد پلان در لود ، خو پوليسو ته له مخکې خبر ورسېد.

د نوموړي په وينا، د پوليسو په کمين کې شپږ وسله وال ووژل شول او په دې نښته کې پوليسو دوه ميله وسله او دوه پايې مخابرې هم نيولې دي .

د يو بل خبر له مخې ، د پکتيکا مرکز ښرنې اړوند د ميرزک په سيمه کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې د وسله والو دوه قوماندان وژل شو دي.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان وايي،چې افغان ځواکونو تېره ورځ  د صابر او عابد په نومونو د وسله والو دوه قوماندانان ووژل .

هغه پژواک اژانس ته وويل ،په سيمه کې پوليس او ملي امنيت ځواکونه په ګزمه بوخت وو،چې د وسله والو تر بريد لاندې راغلل.

د هغه په خبره،نښتې نيم ساعت دوام وکړ او په پايله کې يې د وسله والو دوه سيمه ييز قوماندانان ووژل شول،د هغه په وينا ، امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په  دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.