ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان پر وړاندې د افغان ځواکونو له کړنو ملاتړ وشو

د پاکستان پر وړاندې د افغان ځواکونو له کړنو ملاتړ وشو

author avatar
4 May 2013 - 16:02
د پاکستان پر وړاندې د افغان ځواکونو له کړنو ملاتړ وشو
author avatar
4 May 2013 - 16:02

کابل ( پژواک ١٤ غويى ٩٢) : د سياسي ګوندونو او ايتلافونو همکارۍ شورا له ځمکني تماميت څخه ددفاع په برخه کې له افغان ځواکونو ملاتړ او پاکستان ته يې ګواښ وکړ ، چې له بې ځايه لاسوهنې لاس واخلي او له ترهګرۍ سره دمبارزې په برخه کې له نړيوالې ټولنې او افغانستان سره مرسته وکړي .

دا په داسې حال کې ده ، چې د غويي مياشتې په ١٢ مه شپه دننګرهار ولايت دګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې دافغانستان او پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ ٧ ساعته جګړه وشوه او په پايله کې يې دپاکستان له لوري جوړه شوې دروازه دافغان ځواکونو له خوا لرې شوه .

د امنيتي چارواکو په وينا، په دغه پېښه کې دمحمدقاسم په نامه دپوله ساتو پوليسو يوه سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړ او څلورنور ټپيان شول . ددې ترڅنګ راپورونه وايي ، چې په دې جګړه کې اوه پاکستاني سرتېري هم وژل شوي او يو شمېر نورټپيان دي .

د افغان امنيتي ځواکونو دغه کړنې د خلکو غښتلى ملاتړ له ځان سره درلود او ددې ترڅنګ دافغانستان امنيتي ځواکونو دستاينې او دپاکستان ددغه کړنې دغندنې لپاره په ولايتونو او مرکز کې پراخه لاريونونه وشول .

دسياسي ګوندونو او ايتلافونو شورا هم ، چې له ٢١ ګوندونو او ” دحکومت اپوزيسيون ” ټلوالې څخه جوړه شوې ، نن يې په کابل کې ديوې خبري ناستې په ترڅ کې دپاکستاني پوځيانو پر وړاندې دافغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دافغان ځواکونو له کړنې ملاتړ وکړ .

ددغې شورا غړي عباس نويان وويل : ” موږ دهېواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دهېواد د وسله والو ځواکونو دغه مېړانه او د محمد قاسم سرښندنه په خورا وياړ سره ستايو .”

هغه څرګنده کړه ، چې د وطن ددښمنانو پر وړاندې دافغان ځواکونو درېدنه ، امنيت او ارامۍ ته دخلکو درسېدو يواځينۍ هيله ده .

ده زياته کړه : ” دغه شورا اعلانوي ، چې اوس ددې وخت رارسېدلى ، څو دخپلو غښتلو ، زړورو وسله والوځواکونو ترڅنګ ودرېږو ، دعزت ، وياړ، خپلواکۍ او ملي حاکميت ساتنه وکړو او دافغانستان دسرلوړۍ لپاره له يوې هڅې هم درېغ ونه کړو .”

هغه وويل ، چې دسياسي ګوندونو او ايتلافونو شورا ددواړو اسلامي او ګاونډيو هېوادونو ( افغانستان او پاکستان ) ترمنځ دګاونډيتابه پر ښو اړيکو دټينګار ترڅنګ ، دډېورنډ کرښې دې غاړه دپاکستان هر ډول تاسيسات په کلکه غندي .

د ډېورنډ کرښه په ١٨٩٣لمريز کال کې دافغانستان پر زړه را ښکل شوې ، دهغه وخت بريتانويانو ياده کرښه دبريتانوي هند او افغانستان تر منځ دپولې په توګه قبوله کړه ، خو افغانستان هېڅکله هم دغه کرښه دنړيوالې پولې په توګه نه ده پېژندلې .

پاکستان په دې وروستيو کې دډېورنډ کرښې دې غاړې ته دننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې دروازه او تاسياست جوړ کړي دي .

دسياسي ګوندونواو ايتلافونو د شوراغړي عبدالغفارمظفري له امريکا متحده ايالاتو او نورو لوېديځو هېوادونو وغوښتل ، څو د سرحدي شخړو په هواري کې همکاري وکړي .

ددغې شورا له خوا دخپرې شوې خبرپاڼې په يوه برخه کې دپاکستان له چارواکو غوښتنه شوې ، څو د  افغانستان په چارو کې له خپلې بې ځايه لاسوهنې لاس واخلي او دمنل شوو نړيوالو پرنسيپونو او اصولو پر بنسټ عمل وکړي .

 دغې شورا همدارنګه دپاکستان له دولت څخه غوښتي ، چې دافغانستان په چارو کې دې دبې ځايه     لاسوهنې پر ځاى له ترهګرۍ سره مبارزه کې له نړيوالې ټولنې او افغانستان سره د صادقانه همکاري وکړي .

ددغې شورا بل غړي سردار محمد رحيمي وويل : تر هغو چې ددواړو لورو حکومتونه ” دافغانستان او پاکستان سياسي تثبيت ” په ځانګړي ډول د ډېورنډ کرښې په اړه وروستى تصميم ونه نيسي ، نو دا ډول شخړې به موجودې وي .

خوهغه زياته کړه، چې د ډېورنډ کرښې موضوع بايد ددواړو لورو حکومتونو او ملتونو ترمنځ په يوه  قانوني چوکاټ کې حل او فصل شي .

نوموړي په ټينګار سره وويل ، چې دافغانستان دخپلواکۍ او ملي حاکميت په برخه کې دسياسي ګوندونو او ايتلافونو دشورا په شمول ټول افغانان يو موټى دي .

دا په داسې حال کې ده ، چې ولسمشر حامدکرزي نن په کابل کې ديوې خبري غونډې په ترڅ کې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستاني او افغان ځواکونو نښتې ته په اشارې سره وويل ، پاکستان  دغه کار په دې موخه کوي چې افغانستان به د ډيورنډ کرښه په رسيمت وپېژني او ددې لپاره ، چې افغانستان پياوړى حکومت ونه لري ، نو دډېورنډ کرښې دې غاړې ته ستونزې جوړوي .

خو هغه په ټينګار سره وويل ، چې افغانستان به هېڅکله هم د ډېورنډ کرښه په رسميت ونه پېژني .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.