کندهار (پژواک ١٤ غويى ٩٢): د کندهار ولايت په ښوراوک ولسوالۍ کې د يوې وسله والې نښتې پر مهال يو سرحدي پوليس او دوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ښورواک ولسوال عبدالنافع بړېڅ د غويي په ١٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نښته نن د دغې ولسوالۍ په سرليک دره کې هغه مهال وشوه، چې يوې ډلې وسله والو مخالفينو د سرحدي پوليسو پر پوسته ډزې وکړې.
هغه زياته کړه، چې د سرحدي پوليسو او وسله والو تر منځ نښتې ١٥ دقيقې دوام وکړ، چې په پايله کې يې يو پوليس او دوه وسله وال ووژل شول.
د نوموړي په وينا، وسله وال د پولې له هغې غاړې راغلي وو او تر نښتې وروسته بېرته وتښتېدل، خو په وينا يې، پوليسو اوس مهال په دغه سيمه کې عمليات پيل کړي دي.
بړېڅ ادعا وکړه، چې وسله وال مخالفين د ښورواک ولسوالۍ سره د پولې په هغه غاړه کې روزنيز مرکزونه لري او دلته د بريدونو لپاره راځي.
بل خوا وسله وال طالبان له دې پېښې ناخبري ښيي، خو ادعا کوي، چې په ښورواک ولسوالۍ کې يې د خالد بن وليد عملياتو په لړ کې پر سرحدي پوليسو د ماين چاودنه کړې او ٤ سرحدي پوليس يې وژلي دي.
خو دولتي چارواکي د طالبانو دا ادعا ردوي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن