جلال اباد (پژواک ١٥ غويى ٩٢): د ننګرهار ولايت مسوولين وايي، چې ايساف ځواکونو په چپرهار ولسوالۍ کې د ښوونځي د يوه مدير په ګډون ٢٢ تنه نيولي او له ځان سره يې وړي دي.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وړمه شپه ايساف د چپرهار ولسوالۍ په شولاني کلي کې عمليات کړي او ٢٢ تنه يې له ځان سره وړي دي.
د سرچينې په خبره، چې ايساف ځواکونو له يادو کسانو سره څه نه دي نيولي او اوس يې هم يو شمېر په ولکه کې دي، چې ځينې يې د پوهنې رياست کار کوونکي دي.
سرچينه زياتوي: ((يو شمېر ښوونکي او زده کوونکي هم په نيول شوو کسانو کې دي.))
بلخوا د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نيول شوو کې يو شمېر د معارف کار کوونکي دي.
هغه زياته کړه، چې په نيول شوو کې يو د شولاني ښوونځي مدير، د دغه ښوونځي څلور ښوونکي او يو زده کوونکى شامل دي.
د شولاني کلي اوسېدونکي حاجي اصف پژواک ته وويل، چې نيول شوي ټول عام وګړي دي او له وسله والو سره يې هيڅ ډول اړيکه نه درلوده.
د نوموړي په وينا، ايساف ځواکونو د هغوى پر کورونو بريد کړى او نيولي يې دي.
بلخوا د چپرهار ولسوال محمد صديق د دې پېښې په اړه د نظر له ورکولو ډډه وکړه.
خو ځينې امنيتي سرچينې وايي، چې له نيول شوو يو شمېر خوشې شوي او نور لا هم د ايساف له ځواکونو سره بنديان دي.
پژواک هڅه وکړه، چې د يادې موضوع په اړه په ختيځ کې د مېشتو ايساف ځواکونو نظر هم راواخلي خو پرې ونه توانېد.
بلخوا په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې افغان او ايساف ځواکونو د ننګرهار په خوګياڼو او چپرهار ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات کړي دي.
د دغه دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جمعې ورځې په ترسره شوو عملياتو کې په خوګياڼو کې د طالبانو يو مهم غړى نيول شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې افغان کومانډو ځواکونو د ايساف په همکارۍ په چپرهار ولسوالۍ کې هم عمليات کړي او ١٤ کسان يې نيولي دي.
ياده دې وي، څه موده وړاندې هم ايساف ځواکونو د مولوي خالص فاميليو اړوند سيمو کې يو شمېر ملکي وګړي نيولي وو، چې وروسته له پلټنو يې بېرته خوشې کړل.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن