ژبه

د نورستان د پوهنې رياست ودانۍ جوړه شوه

محبوب شاه محبوب

۱۵ غویی ۱۳۹۲ - ۱۴:۲۶

Views: ۱۴۴

جلال اباد (پژواک ١٥ غويي ٩٢): د نورستان د پوهنې رياست ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او د اقتصاد رياست د ودانۍ ډبره کېښودل شوه.

د نورستان والي محمدتميم نورستاني د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د نورستان د  پوهنې رياست ودانۍ چې ١٢ خونې او نور اړين ملحقات لري، نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

هغه زياته کړه، دغه رياست پخوا د ودانۍ د نه درلودو له مله سخت په ستونزه کې و.

نورستانى وايي، پر دې ودانۍ شاوخوا  ١٥٥زره امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې د اړوند وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه ورکړل شوى دى.

بلخوا د نورستان والي زياتوي، د ياد ولايت اقصاد رياست هم ودانۍ نه لري، چې نن يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

والي زياتوي، د دغه رياست پر ودانۍ، چې شاوخوا په اتو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي، پرې ١٥٠زره امريکايي ډالره لګښت راځي چې د اقتصاد وزارت له لوري ورکول کېږي.

د نورستان د اقتصاد رييس مهتاب هم د يادې ودانۍ د جوړېدو پر چارو خوښي ښيي او زياتوي چې پخوا يې په کرايي کور کې د رياست دفتر جوړ کړى و، چې د ودانۍ په جوړېدو سره به يې ستونزې هوارې شي.