جلال اباد (پژواک ١٥ غويي ٩٢): د نورستان د پوهنې رياست ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او د اقتصاد رياست د ودانۍ ډبره کېښودل شوه.
د نورستان والي محمدتميم نورستاني د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د نورستان د پوهنې رياست ودانۍ چې ١٢ خونې او نور اړين ملحقات لري، نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
هغه زياته کړه، دغه رياست پخوا د ودانۍ د نه درلودو له مله سخت په ستونزه کې و.
نورستانى وايي، پر دې ودانۍ شاوخوا ١٥٥زره امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې د اړوند وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه ورکړل شوى دى.
بلخوا د نورستان والي زياتوي، د ياد ولايت اقصاد رياست هم ودانۍ نه لري، چې نن يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
والي زياتوي، د دغه رياست پر ودانۍ، چې شاوخوا په اتو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي، پرې ١٥٠زره امريکايي ډالره لګښت راځي چې د اقتصاد وزارت له لوري ورکول کېږي.
د نورستان د اقتصاد رييس مهتاب هم د يادې ودانۍ د جوړېدو پر چارو خوښي ښيي او زياتوي چې پخوا يې په کرايي کور کې د رياست دفتر جوړ کړى و، چې د ودانۍ په جوړېدو سره به يې ستونزې هوارې شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن