ښرنه (پژواک ١٥ غويى ٩٢): د پکتيکا د مرکز ښرنې او مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي په خپلو سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو د ګومارلو غوښتنه کوي.
د ښرنې د خواجه خېلو قومي مشر ملک فيض الله خان وايي، چې په کليو کې د وسله والو د فعاليت د مخنيوي يواځېنۍ لار د سيمه ييزو پوليسو جوړښت دى.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، په لرې پرتو او کليوالو سيمو کې د وسله والو له خوا خلک وېرول کېږي، د جاسوسۍ تورونه پرې لګوي او د کار مخه يې نيسي.
د هغه په وينا، په همدغو تورونو ډېر کسان ووژل شول، چې اوس د دې ډول پېښو د مخنيوي لپاره سيمه ييز پوليس تر ټولو اغېزمن ځواک دى.
د ښرنې اوسېدونکى ٢٤ کلن کليم الله وايي، چې د وسله والو د ختمولو لپاره ځوانان دې ته تيار دي، چې په سيمه ييزو پوليسو کې جذب شي.
هغه وايي، وسله والو په سيمه کې د کار مخه نيولې، پراختيايي کارونه نشته، ځوانان بېکاره دي او دغه راز ماشومان زده کړو ته لاسرسى نه لري.
د مټاخان اوسېدونکى او قومي مشر حاجي نقيب الله وايي، چې د دې ولسوالۍ په ډېرى سيمو کې وسله وال فعال دي، خلک وېروي، ګواښونه ورته کوي.
هغه وايي، په دې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو فعالېدو ته جدي اړتيا ده، چې د وسله والو د ازاد فعاليت مخه ونيسي او خلک په ارام او سوله کې ژوند او کار وکړي.
دغه راز د دې ولسوالۍ د سيدو کلي اوسېدونکى محمدعلي هم وايي، چې په نورو سيمو کې سيمه ييزو پوليسو ښه امنيت ټينګ کړى، نو اړتيا ده چې په نورو سيمو کې هم فعال شي.
د ده په وينا، په مټاخان کې وسله وال په ازاده توګه ښوونځيو ته ورځي، هلته ماينونه جوړوي، چې له امله يې خلک اندېښمن شوي او پر زده کړو يې هم منفي اغېز کړى دى.
د پکتيکا امنيه قوماندان دولت خان ځدراڼ وايي، چې د مرکز ښرنې او مټاخان ترڅنګ په يوسف خېلو او زېړوک کې هم د سيمه ييزو پوليسو د فعالېدو پلان تر لاس لاندې دى.
ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، د پکتيکا خوشامند، وازېخوا او اومنې ولسواليو ته د سيمه ييزو پوليسو تشکيل منظور شوى او په نږدې راتلونکي کې به وګومارل شي.
Visits: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن