ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند كې ٢٥ وسله وال وژل شوي

په هلمند كې ٢٥ وسله وال وژل شوي

author avatar
5 May 2013 - 12:37
په هلمند كې ٢٥ وسله وال وژل شوي
author avatar
5 May 2013 - 12:37

لښکرګاه (پژواک ١٥ غويى ٩٢): چارواكي وايي، چې د هلمند په نادعلي او ګرشک ولسواليو کې د نښتو پر مهال ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند ولايت د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتګ د غويي په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د ګرشك ولسوالۍ په ده ادم خان سيمه كې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ جګړه شوې ده.

د هغه په وينا، لومړى وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړ، چې وروسته يې مرستې ته نور ملي ځواکونه هم ور ورسېدل.

نوموړي زياته کړه، چې دې جګړې شاوخوا څلور ساعته دوام وکړ، چې په ترڅ كې يې ۱۵ وسله وال مخالفين ووژل شول او د شپږو مړي د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د هوتک په خبره، په دې جګړه کې د پنځو پوليسو د ټپي کېدو ترڅنګ ګڼ شمېر نور طالبان هم ټپيان شوي دي.

دغه راز د ګرشک امنيه قوماندان لومړي څارن حکمت الله پژواک اژانس ته وويل، چې د جګړې پر مهال اوه ميله بېلابېلې وسلې او په زياته اندازه چاودېدونکي توکي او مهمات يې هم د دوى لاس ته ورغلي دي.

د ګرشک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حيات الله هم وويل، چې نښتې له سهاره تر غرمې دوام درلود او له هوايي بريدونو وروسته پاى ته ورسېده، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د يو بل خبر له مخې، د هلمند د والي وياند عمر ځواك وايي، چې په نادعلي ولسوالۍ كې هم د پوليسو او ملي اردو د سرتېرو له خوا عمليات پيل شوي دي.

د ده په خبره، په دغو عملياتو كې نښتې هم شوې دي، چې تر دې مهاله د دولت لس وسله وال مخالفين وژل شوي، پنځه ژوندي نيول شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو عملياتو كې هم دوه پوليس ټپيان شوي او څلور ميله وسلې د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چې د ګرشک د ده ادم خان په سيمه کې يې ٢٠ سيمه ييز پوليس وژلي، ١٢ يې ټپيان کړي او پنځه  امنيتي پوستې يې له منځه وړي دي او څلور طالبان هم وژل شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.