ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې وسله وال د خپل ماين چاودنې ووژل

درې وسله وال د خپل ماين چاودنې ووژل

author avatar
6 May 2013 - 10:29
درې وسله وال د خپل ماين چاودنې ووژل
author avatar
6 May 2013 - 10:29

غزني-ښرنه (پژواک ١٦ غويى ٩٢): چارواکي وايي، تېره شپه ناوخته د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې درې وسله وال د خپل ماين چاودنې وژلي او درې نور ټپيان شوي، بلخوا د پکتيکا په سر روضه کې يو ځانمرګى نيول شوى دى.

د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال وايي، چې وسله والو ته دغه مرګ ژوبله پر سړک د ماين خښولو پر مهال په رامنځته شوې چاودنه کې اوښتې ده.

ولسوال پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه د ولسوالۍ شمال لوري ته په يو کليومتري کې د کوبي په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

خو په سيمه کې يو عيني شاهد، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، چې پنځه وسله وال د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.

هغه زياته کړه، چې دغه چاودنه ډېره زوروره وه او د وسله والو مړي له پېژندلو وتلي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په سر روضه کې يو ځانمرګى خپلې موخې ته له رسېدو مخکې د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شو.

په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان عزيزالله کاروان وايي، چې ځانمرګي واسکټ اغوستي و او په ځان پسې يې نور چاودېدونکي توکي هم تړلي وو.

د ده په وينا، دغه کس غوښتل د سيمه ييزو پوليسو د يو سرتېرې په کور کې ځان ته چاودنه ورکړي، خو موخې له رسېدو مخکې ونيول شو.

د يادو دواړو پېښو په اړه تر دې مهاله وسله والو څه نه دي ويلي.

Visits: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.