ژبه

د کورمې پر ټاکنيز کمپاين چاودنه کې ٨٥ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

قيصر يوسفزى

۱۶ غویی ۱۳۹۲ - ۱۷:۵۶

Views: ۱۱۴

اسلام اباد  ( پژواک ١٦ غويى ٩٢ ) : په قبايلي سيمې کورمه ايجنسۍ کې د جمعيت علماء اسلام په نامه ديوه مذهبي ګوند د ټاکنيز کمپاين پر غونډې چاودنه کې ٨٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کورمه ايجنسۍ کې يوه دولتي چارواکي محمد فضل د غويي په ١٦مه، رسنيو ته وويل ، چې چاودنه د سيواک په سيمه کې د ولسي جرګې د پخواني وکيل منير اورکزي په  سياسي غونډې کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې ١٥ تنه وژل شوي او ٧٠ نور  ژوبل دي، چې نږدې روغتونونو ته وړل شوي دي.

يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل ، چې کېداى شي دا چاودنه د ځانمرګي بريد له امله شوې وې، خو عيني شاهدان وايي ، چې چاودېدونکي توکي د سټيج لاندې ځاى پر ځاى شوي وو.

سرچينه زياتوي، چې منير اورکزى له چاودنې روغ وتلى دى.

د يادونې ده ، چې  په پاکستان کې پارلماني ټاکنې د غويي په ٢١مه ترسره کېږي، خو له تېرو څو ورځو راهيسې ددغه هېواد پر سياسي ګوندونو بريدونه زيات شوي ، چې له امله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.