ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ سياليو کې هانګ کانګ ته هم ماتې ورکړه

افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ سياليو کې هانګ کانګ ته هم ماتې ورکړه

author avatar
7 May 2013 - 11:25
افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ سياليو کې هانګ کانګ ته هم ماتې ورکړه
author avatar
7 May 2013 - 11:25

کابل (پژواک ١٧ غويى ٩٢): د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډله په ماليزيا کې د اسيا د ١٩ کلنو لوبډلو د ايليټ کپ په سياليو کې د هانګ کانګ لوبډلې ته هم لويه ماتې  ورکړه.

د لسو اسيايي هېوادونو د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلو په ګډون دا سيالۍ د غويي په ١٣مه په ماليزيا کې پيل شوې دي. 

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ځوانانو ملي لوبډله نن د خپل ګروپ څلورمه لوبه له هانګ کانګ سره ترسره کړه.

هغه زياته کړه، د هانګ کانګ لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته لومړى لوبه وکړه او په اته څلوېښتم اوور کې د ټولو لسو لوبغاړو په سوځېدو يې ٩٠منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٩١ منډو هدف کېښود.

په دې لوبه کې د افغانستان ځوان توپ اچوونکي ظاهر شهزاد ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او په لسو اورونو کې يواځې په لسو منډو يې د هانګ کانګ  څلور لوبغاړي وسوځول.

دغه راز ناصر احمدزي او مسلم موسى دوه دوه او سيد شېرزاد يو لوبغاړى وسوځاوه.

هوتک وايي، چې د افغانستان د ١٩ کلنو لوبـډلې دغه  هدف په ډېرې اسانۍ سره ددوو لوبغاړو په سوځيدو په يويشتم اوور کې ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري عبدالرحمن منګل ٣٥، شاهدالله ٤٢ ناسوځېدلې،  منيراحمد ٤ او يونس احمدزي ٢ منډې جوړې کړې.

افغانستان په خپل ګروپ کې د څلورو لوبو په ګټلو سره لومړى مقام خپل کړ او لا د مخه يې نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړې وه، چې کېداى شي په نيمه پاى لوبه کې له ماليزيا سره مخ شي.

افغانستان تر دې مخکې سعودي عربستان، تايلينډ او د متحده عربي اماراتو لوبډلو ته هم لويې ماتې ورکړې وې.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د ماليزيا په سياليو کې لس لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپونو کې وېشل شوې دي.

په الف ګروپ  کې  افغانستان، هانګ کانګ، امارات، تايلينډ او سعودي عربستان او په ب ګروپ  کې  نيپال، قطر، بحرين، ماليزيا او کويټ لوبډلې شاملې دي.

دا لوبې د ماليزيا پر وخت د سهار په نهه نيمې بجو چې د افغانستان د سهار له شپږو بجو سره سمون خوري، پيلېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.