ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو ٧ سر تېري وژل شوي

د ملي اردو ٧ سر تېري وژل شوي

author avatar
7 May 2013 - 13:49
د ملي اردو ٧ سر تېري وژل شوي
author avatar
7 May 2013 - 13:49

کابل (پژواک ١٧ غويى ٩٢): د ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو اوه سرتېري وژل شوي او شپـږ نور ټپيان دي.

د ياد وزارت له خوا د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو ځواکونو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤  ساعتونو کې اوښتې ده.

سرچينې زياته کړې، چې پرون د فراه د بالا بلوک ولسوالۍ په دوو چاودنو کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او درې نور يې ټپيان دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راز د لوګر په څرخ او خروار او د پکتيا په زرمت ولسواليو کې د مخالفينو په بريدونو کې يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

وسله والو طالبانو د فراه د چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د بالابلوک په چاودنه کې ٩ سرتېري وژل شوي او څلور ژوبل دي.

 

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.