ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کامدېش او برګمټال خلک خپلو سيمو کې پوځي عمليات ترسره کېدل غواړي

د کامدېش او برګمټال خلک خپلو سيمو کې پوځي عمليات ترسره کېدل غواړي

author avatar
7 May 2013 - 14:18
د کامدېش او برګمټال خلک خپلو سيمو کې پوځي عمليات ترسره کېدل غواړي
author avatar
7 May 2013 - 14:18

اسعداباد (پژواک ١٧ غويى ٩٢): د کامدېش او برګمټال اوسېدونکو له دولت څخه په دغو ولسواليو کې د پوځي عملياتو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

دوى وايي، چې په دې وروستيو کې په يادو سيمو کې د وسله والو مخالفينو خوځښتونه زيات شوي ، چې له امله يې خلکو ته ستونزې پيدا شوې دي.

کامدېش او برګمټال ولسوالۍ د نورستان په ختيځ کې د پاکستان له چترال سيمې سره جوخت پرتې دي او وسله وال ورته په اسانه تګ راتګ کولى شي.

 د نورستان د والي وياند عبدالظاهر بهاند د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د يادو ولسواليو لسګونه قومي مشرانو د ولايت په مرکز پارون کې له والي تميم  نورستاني سره وليدل او خپلې ستونزې يې ورسره شريکې کړې.

هغه زياته کړه، چې راغلو مشرانو له والي وغوښتل، چې حکومتي ځواکونه دې په دغو ولسواليو کې ژر تر ژره پوځي عمليات ترسره کړي، څو د وسله والو مخالفينو د خوځښتونو مخه ونيول شي.

راغلو قومي مشرانو ويل، چې په دې ولسواليو کې د افغاني طالبانو ترڅنګ، پاکستاني، عرب او د نورو هېوادونو وسله وال هم  مېشت شوي  او د دولت پر ضد فعاليتونه کوي.

قومي مشرانو زياته کړې، چې درې ورځې وړاندې  مخالفينو د برګمټال پر ولسوالۍ بريد کړى و، چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د والي وياند وايي، چې د نورستان والي د يادو ولسواليو مشرانو ته وويل، چې د عملياتو لپاره به يو ځل  بيا له کورنيو چارو او دفاع وزارت  څخه غوښتنه وکړي.

د کامدېش ولسوالۍ يوه اوسېدونکي امان الله پژواک ته وويل، چې له تېرو اوو کلونو راهيسې د کامدېش او برګمټال ولسواليو ته  له کونړه ورغلې لار د وسله والو طالبانوپه واک کې ده.

هغه زياته کړه، چې دولتي مامورين او ولسي خلک پر دې لاره هېڅ تګ راتګ نه شي کولى.

د هغه په وينا، د لارې د بندوالي له امله يې په سيمه کې د خوراکي توکو بيې هم لوړې شوې دي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.