ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې چاودنې ٧ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کندوز کې چاودنې ٧ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
7 May 2013 - 16:07
کندوز کې چاودنې ٧ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
7 May 2013 - 16:07

کندوز(پژواک١٧ غويي ٩٢): د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د يوه افسر په ګډون دوه  پوليس وژل شوي او پنځه نورو ټپيان دي.

د خان اباد ولسوال حيات الله اميري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد ماين د رينجر موټر تر څوکۍ لاندې ځاى پر ځاى شوى و او نن سهار لس بجې هغه مهال وچاودېد، چې موټر د خان اباد ولسوالۍ په چوک کې ولاړ و.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د خان اباد د امنيه قوماندانۍ د بلوک قوماندان سمونوال نصيراحمد له خپل موټر چلوونکي سره وژل شوى، درې پوليس، يوه ١٣ کلنه نجلۍ او يو سپين ږيرى ټپيان دي.

اميري زياته کړه، چې ټپيان په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته لېږودل شوي دي.

د خان اباد ولسوال وويل، چې سمونوال نصيراحمد له دې وړاندې هم درې ځلې د وسله والو له خوا تر بريد لاندې راغلى و، دوه ځلې ماينونه شنډ او درېيم ځل پرې وچاودېد؛ خو هغه ته کوم زيان نه و اوښتى.

په همدې حال کې د خان اباد ولسوالۍ اجرائيوي امر قدرت الله ساپي وويل، چې ياده  چاودنه د مقناطيسي ماين له امله وه؛ خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې ماين تر موټر لاندې او که  دننه په کې کې ځاى پر ځاى شوى و.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د کندوز په دښت ارچي ولسوالۍ کې هم د يوې بلې چاودنې له امله  د دشت ارچي د ولسوال شيخ صدرالدين دوه  ساتونکي ټپيان شوي؛ خو ولسوال له چاودنې روغ وتلى دى.

امنيتي چارواکي د دې پېښو پړه پر وسله والو مخالفينو اچوي، خو تر دې دمه چا د دغو پېښو پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.