کابل (پژواک ١٧ غويى ٩٢) : د بشري حقوقو د څار سازمان وايي، چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته به له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو کمښت په هېواد کې د تېرو نږدې ١١ کلونو لاسته راوړنې پر اوبو لاهو کړي.
د بشري حقوقو د څار سازمان، چې مرکز يې په نيويارک دى، اوسمهال د نړۍ له ٩٠ په زياتو هېوادونو کې له بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې په برخه کې فعاليت لري.
بشري حقوقو د څار په سازمان کې د افغانستان شنونکې هيدر بار (Heather Barr) له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، چې افغانستان په تېرو ١١ کلونو کې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ښځو په برخه کې ښه پرمختګونه او لاسته راوړنې لري.
د هغې په خبره، په تېرو يوولسو کلونو کې د روغتيايي خدمتونو ښه کېدل، د روغتيايي مرکزونو زياتېدل، د ښځو د مړينې د کچې کموالى، د افغانستان د ډېرى خلکو د اقتصادي وضعيت ښه کېدل، د زيات شمېر ښځو پر ځان بسياينه، د ښوونځيو ډېروالى، په ښوونځيو کې د نجونو زياتوالى او نور د افغان حکومت له عمده لاسته راوړنو څخه دي.
سرچينې څرګنده کړه، چې د افغانستان حکومت دغه لاسته راوړنې د نړيوالې ټولنې د ملاتړ او مرستې له برکته دي.
هيدبار د خپلو خبرو په ترڅ کې زيات کړه: “اوس د افغانستان له ډېرى خلکو سره دا پوښتنه شته، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به څه کېږي؟ ټول اندېښمن دي چې مرستې به بندې شي او که نه؟ ريښتيا هم چې د اندېښنې وړ ده.”
ټاکل شوې د ٢٠١٤ کال تر پايه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو ماموريت پاى ته ورسېږي، خو نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امريکا متحده ايالاتو ويلي، چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
هيدربار په دې برخه کې وويل: “دا چې امريکا وايي، مرستې يې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته له افغانستان نه کمېږي، نو زه ډاډمنه يم، چې د نړيوالې ټولنې مرستې هم د بيارغونې، اقتصادي، روغتيايي، پوهنې او ټولنيزو برخو کې هېڅکله نه پرې کېږي؛ خو کمې به شي.”
د هغې په خبره، يوه افغاني بنسټ، چې د ښځو په برخه کې کار کوي، دې ته ويلي، چې په تېرو ١١ کلونو کې يې د خپلو چارو د مخکې وړلو ډېرى لګښتونه د امريکا له مرستو ترلاسه کول، خو په روان زېږديز کال کې د دې مرستو ډېره برخه بنده شوې ده.
هيدربار دغه بنسټ مشخص نه کړ، خو ويې ويل، چې د دغه بنسټ لپاره د مرستو کمښت په افغانستان کې په غير پوځي برخو کې د مرستو د کمښت لپاره يوه ښه بېلګه ده.
دې مېرمنې په يادو برخو په ځانګړي ډول د ښځو په برخه کې د مرستو پر کمښت اندېښنه وښوده او ويل يې، چې که مرستې کمې شي، نو دنړيولې ټولنې په مرسته د چلېدونکو ډېرو روغتيايي مرکزونو دروازې به وتړل شي او د دې شونتيا شته، چې د اميندوارو ښځو د مړينې شمېره دويم ځلي اوچت شي.
د هيدربار په وينا، اوسمهال د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې ښځينه ښوونکې په لوړو معاشونو پر دندو ګومارل شوې، چې دغه کال په ښوونځيو کې د نجونو کچه لوړه کړې، خو د مرستو په کمښت سره به په دې برخه کې هم ستونزې رامنځته شي.
د بشري حقونو په څارسازمان کې د افغانستان شننونکې زياته کړه، چې نړيواله ټولنه بايد دومره په بېړه خپلې مرستې پر افغانستان کمې نه کړي، ځکه چې امريکا او نور مرسته ورکوونکو په ٢٠٠١ کال کې افغانستان ته دخپلو سرتېرو دننوتو پرمهال ويل چې، مرستې يې له افغانستان سره اوږد مهالې دي.
هغه زياته کړه: “هغه وخت امريکا او نورو مرسته کوونکو ويلي وو، چې په افغان ستان د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي او د ښځو د حقونو د ورکړې پاره زياتې مرستې کوي، نو نن يې ولې خپلې مرستې کمې کړې دي ؟ “
هيدر بار همدا راز وويل :” زموږ له نظره دا د منلو وړ نه ده، چې ووايي، لس کاله يا له هغې زياته مرسته مو کړې ده، نن درته ښه چانس غواړو، خداى پامان، موږ درنه ځو.”
هغه وويل، چې څه وده وړاندې يې له سپينې ماڼۍ نه ديوه سرخلاصي ليک په ترڅ کې غوښتي، چې د خپلو مرستو د دوام ترڅنګ دې له افغانستان سره په پوځي، بنسټيزو، اقتصادي، روغتيايي، پوهنې او ښځو په برخه کې هم خپلې مرستې نه کوي.
دبشري حقونو په څار سازمان کې د افغانستان شننونکي اړينه وبلله، چې له افغانستان سره دنړيوالې ټولنې مرستې بايد لږه تر لږه راتلونکو ١٥ کلونو پورې په همدې ډول ادامه ولري.
هيدر بار زياتوي، د بشري حقونو د څار ټولنه هڅه کوي، چې د امريکا د کانګريس، دافغانستان له پاره دامريکا دځانګړي استازي اونورو امريکايي چارواکو سره له افغانستان سره دمرستو د دوام له پاره خبرې وکړي.
هغې دا هم اړينه وبلله، چې مرسته کوونکي په ځانګړي ډول د امريکا متحده ايالات بايد په افغانستان کې دمرستو پر لګښت سخته څارنه وکړي، خو پيسې په سم ځاى کې ولګول شي.
په کابل کې دامريکا سفارت وايي، چې نړيوالې تولنې داستانبول، بن، شيکاکو او توکيو په نړيوالې کنفرانسونو کې له افغانستان سره داوږد مهاله همکاريو ژمنه کړې، ځکه چې افغانستان دنړۍ دسولې او امنيت له پاره مهم هېواد دى.
د امريکا سفارت وايي، چې ځان د افغانستان لپاره د تحول په لسيزه کې ( ١٠١٥ نه تر ٢٠٢٤ ) د افغانستان د سياسي، ملکي پوځي هڅواو تلپاتې ثبات دحاصلولو په موخه کړو ژمنو ته ژمن بولي.
نړيوالې ټولنې په ٢٠١٢ زېږديز کال کې دتوکيو په نړيوال کنفرانس کې اعلان وکړ، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره په څلورو کلونو کې ١٦ ميليارده امريکايي ډالره مرسته کوي.
سرچينه زياتوي، چې له دې سره به د نړيوال بانک له خوا اټکل شوې اړتيا پوره شي.
همدارنګه په کابل کې دامريکا سفارت وايي، چې نړيوالې ټولنې دشيکاکو په کنفراسن کې اعلان کړى، چې په پوځي برخه کې به دافغانستان اړتياوې پوره کړي.
دامريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې هيلري کلنټن هم اعلان کړى و، چې د هېواد مرستې به يې تر ١٠١٧ زېږديز کال پورې د يوې لسيزې لپاره له افغانستان سره دوام ولري.