اسعداباد (پژواک ١٧ غويى ٩٢): د کونړ د روغتيا چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ګوزڼ يوه پېښه ثبت شوې ده.
د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکټر اسدالله فضلي د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه د خاص کونړ د شالۍ اولۍ په انځري سيمه کې ثبت شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د دې سيمې يوه، يوه مياشتنۍ نجلۍ د ګوزڼ پر ناروغۍ اخته شوې ده.
ډاکټر فضلي وويل، د يادې پېښې تر ثبت وروسته د عامې روغتيا وزارت له خوا په ټول کونړ کې دوه فوق العاده د واکسين کمپاينونه منظور شوي چې د راتلونکې غبرګولې مياشتې تر درېيمې نېټې پورې به پلى شي.
نوموړى له ټولو خلکو غواړي، چې د واکسين د کمپاين پر مهال له رضاکارانو سره مرسته وکړي تر څو له پنځه کلنۍ د ټيټ عمر ټول ماشومان واکسين شي.
دا پېښه په داسې حال کې د خاص کونړ په ولسوالۍ کې ثبتېږي چې په تېرو کمپاينونو کې د کونړ په سرحدي او ځينو نورو ولسواليو کې د نا امنيو له امله له ديارلس زره ډېر ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وو، له واکسين څخه بې برخې پاتې شول.
د يادولو ده، تېر کال هم د کونړ په سرحدي ولسواليو کې د پوليو يا ګوزن څلور مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال په هېواد کې د ګوزڼ شاوخوا ٣٧ پېښې ثبت شوې وې او د روان لمريز کال له پيل راهيسې دوه دغه ډول پېښې ثبت شوې دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن