لښکرګاه (پژواک ١٨ غويى ٩٢): په هلمند ولايت کې د ملکي وګړو پر يوه موټر د ماين چاودنې نهه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ امر سمونوال محمداسماعيل هوتک د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار اته بجې د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د دې سيمې اوسېدونکي په يو سراچه موټر کې لښکرګاه ته روان وو، چې په لاره کې پرې د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه.
هوتک وايي، په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي چې په لښکرګاه کې ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دغه روغتون يوه ډاکټر، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته د يوې مېرمنې په ګډون شپږ ټپيان ور وړل شوي.
سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړباله.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن