ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ له زندان څخه ٤٨ بنديان خوشې شول

د بلخ له زندان څخه ٤٨ بنديان خوشې شول

author avatar
9 May 2013 - 17:20
د بلخ له زندان څخه ٤٨ بنديان خوشې شول
author avatar
9 May 2013 - 17:20

مزارشريف (پژواک ١٩ غويى ٩٢): د بلخ ولايت له زندان څخه ٤٨ بنديان د مجاهدينو د برياليتوب د يوويشتم کال د نمانځنې په وياړ د ولسمشر د صادر شوي فرمان له مخې ازاد شول.

د بلخ د محبس مدير جنرال عبدالله عزيزي د غويي په ۱۹مه د زندانيانو د ازداېدو د مراسمو په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانانو د جهاد د برياليتوب د يوويشتم کال د نمانځنې په وياړ د ولسمشر کرزي د نهمې ګڼې فرمان له مخې له دغه زندان څخه ۴۸ بنديان ازاد شول.

نوموړي زياته کړه، چې په خوشي شوو بنديانو کې ۳۹ سړي او ۹ ښځې شاملې دي.

د هغه په وينا، ازاد شوي بنديان د غلا، اخلاقي فساد، قتل، د نشه يي توکو د کارونې او داسې نورو جرمونو د ترسره کېدو له امله بنديان شوي وو.

د بلخ د استيناف محکمې رييس قاضي فضل پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسمشر د فرمان له مخې يې له اړوند ارګانونو سره د مجرمينو د خوشې کېدو په اړه درې ورځې کار کړی دی.

نوموړي زياته کړه، چې په خوشې شويوبنديانو کې د تروريستي جرمونو، د کورني او بهرني امنيت پر خلاف جرمونو او د نشه يي توکو د قاچاق، سوداګرۍ او توليد د جرمونو مرتکبين شامل نه وو.

د هرات ولايت اوسېدونکې صابره، چې له ۲۲ مياشتو را په دېخوا د بلخ ولايت په زندان کې بندۍ وه، د ولسمشر د صادر شوي فرمان له مخې خلاصه شوه.

نوموړې که څه هم د خپل جرم په اړه له څه ويلو ډډه وکړه خو زياته يې کړه، چې له دې وروسته به د ښه ژوند تېرولو هڅه کوي.

هغې له ولسمشر څخه د مننې تر څنګ وويل، چې په زندان کې ورسره ښه چلند شوی، خو په زندان کې يې د استوګنې د اسانتياوو له نشتوالي څخه سر ټکاوه.

د زندان مدير جنرال عزيزي هم په بلخ زندان کې د مجرمينو لپاره د استوګنې د ځای د اسانتيا نه لرل تاييد کړل خو ويې ويل، چې په دې وروستيو کې يې يو څه بدلون کړی دی.

نوموړي زياته کړه، چې په زندان کې د نوي بلاک په جوړېدو د زندانيانو د استوګنې يو څه ستونزې هوارې شوې، خو بسنه نه کوي.

د هغه په وينا، په تمه دي، چې په روانه اونۍ کې به د بلخ د زندان لپاره د ښار په ختيځه څنډه کې د نوې ودانې د جوړېدو چارې پيل شي او تر راتلونکو ۱۹ مياشتو به بشپړې شي.

جنرال عزيزي همداراز وويل، چې د امنيتي مسوولينو د چټکو هڅو له امله د زندانيانو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی.

نوموړي زياته کړه، هغو مجرمينو، چې له مودې راهيسې يې له امنيتي مسوولينو څخه په يوه او بله لاره ځانونه پټ ساتلي وو، نيول شوی او لا هم نيول کېږي.

د هغه په وينا، د بلخ په زندان کې تر دې دمه ۱۱۵۲ زندانيان دي، چې ۷۲ ښځې او ۲۸تنه يې ماشومان او زلميان او پاتې يې سړي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.