ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: د افغانستان دښمنان به پر موږ بريالي نه شي

author avatar
11 May 2013 - 19:55
author avatar
11 May 2013 - 19:55

کابل (پژواک،٢١غويى٩٢): ولسمشر حامد کرزی وايي، افغانستان چې د قاسم خان په شان بچیان او د هغه د مور په شان میندې ولري، هیڅکله به هم د دې خاورې دښمنان پر موږ بریالي نه شي.

محمدقاسم څو ورځې مخکې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې له پاکستانيو ځواکونو سره د نښتې پرمهال وژل شوى و.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې نن (د غويي ٢١مه) د مومندو د قوم له مشرانو سره په کتنه کې کړې دي.

په دغې کتنه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون مومند، ډاکټر صدیق مومند او یو شمېر نورو خبرې کړې دي؛ د افغانستان له امنیتي ځواکونو او د افغانستان له ټول ملت څخه یې مننه کړې، چې د ګوشتې په پېښه کې یې خپل یو موټیتوب ښکاره کړ.

د مومندو د قوم مشرانو ويلي، افغان ملت یو ځل بیا د ګوشتې په مسئله کې خپل یووالی نړیوالو ته په اثبات ورساوه او د افغانستان دښمنانو ته یې دا ور وښودله، چې افغانان په هرډول شرایطو کې د خپلې خاورې د ساتنې ځواک لري.

د خبرپاڼې په وينا، فریدون مومند د ډیورند د کرښې په اړه ويلي: “په ۱۹۴۸ کال کې په ملګرو ملتونو کې د لویی بریتانیا هغه تړونونه، چې په کمزورو هېوادونو کې یې کړي وو، لغوه او بې اعتباره اعلان شول او اوس دغه تحمیل شوې کرښه د دواړو خواوو د خلکو پر سینه لکه د اور لمبه پاتې ده.”

ده، زیاته کړې: “تر کومه ځایه چې د افغانستان حق دی، هغه باید بېرته ترلاسه کړو؛ په دې اړه د مومندو د قوم د دواړو غاړو خلک په ټینګه همکار دي.”

د ده په خبره: “د دې خبرې ثبوتونه خو بېخي ډېر دي، خو لوی ثبوت یې همدا دی چې تر اټکه د افغانستان خاوره ده.”

د مومندو مشرانو ولسمشر ته وړاندیز کړى، چې له افغان ولس سره دې له پاکستان څخه د خپل حق د بېرته ترلاسه کولو لپاره سلا مشورې پیل کړي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، حامد کرزي د ډیورند د کرښې په اړه د مومندو د قوم احساسات د قدر وړ بللي او ويلي، د ګوشتې په مسئله کې د افغانستان ټولو خلکو خپل ملي یووالی او وطن پالنه نړیوالو ته وښودله، چې که دا هېواد په ظاهر کې غریب دی، خو په باطن کې خورا بډای ملت دی.

ده زياته کړې، دوه ورځې وړاندې (د غويي ١٩مه) يې د قاسم خان له کورنۍ سره وکتل او د هغه د مور لومړنۍ خبره ورته دا وه چې: “د قاسم خان د شهادت درته مبارکي وایم.”

حامد کرزي ويلي: ما یې په ځواب کې ورته وویل چې: “خدای دې زما زوی میرویس هم داسې زړور کړي، چې د قاسم خان لاره تعقیب کړي.”

حامد کرزي زياته کړې، دا هېواد چې د قاسم خان په شان بچیان او د هغه د مور په شان میندې ولري، هیڅکله به هم د دې خاورې دښمنان پر موږ بریالي نه شي.

ولسمشر د ډیورند د کرښې په اړه ويلي، د امیر عبدالرحمن خان له وخته چې دا کرښه د افغانستان په خلکو تحمیل شوه، له هماغه مهاله را په دېخوا د افغانستان حکومتونو او خلکو دا کرښه  نه ده منلې او له دې وروسته به یې هم و نه مني.

د هغه په وينا، د مومندو د قوم د وړاندیز له مخې به د افغانستان له خلکو سره لازمې سلا مشورې پیل کړي.

په دې غونډه کې د ملي دفاع، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا وزیرانو، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست، د ملي امنیت د لوی ریاست مرستیال، د سیمه يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ريیس او د چارو د ادارې مرستیال ګډون کړی و.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.