ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د امنيتي تړون نهايي کېدل د افغانستان او سيمې ثبات ته مهم دى”

“د امنيتي تړون نهايي کېدل د افغانستان او سيمې ثبات ته مهم دى”

author avatar
11 May 2013 - 17:05
“د امنيتي تړون نهايي کېدل د افغانستان او سيمې ثبات ته مهم دى”
author avatar
11 May 2013 - 17:05

کابل (پژواک ٢١ غويى ٩٢): د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول وايي، چې د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون نهايي کېدل د افغانستان او سيمې د ثبات لپاره حياتي ارزښت لري.

زلمي رسول چې نن يې د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د ګډ کمېسيون په دويمه ناسته کې په کابل کې خبرې کولې وويل، چې دواړه هېوادونه بايد خپلې هڅې ګړندۍ کړي، ځو د دغه تړون پر سر خبرې بشپړې شي.

ده زياته کړه: “دوه اړخيز امنيتي تړون به د افغانستان په هوساينه او سوله کې مرسته وکړي؛ دغه کار کولى شي د سيمې هېوادونه سره ونښلوي او د همکاريو لپاره په سيمه کې د شته وړتياوو کارونې ته لاره هواره کړي.”

د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون تر لاسليک وروسته، دواړو لورو د امنيتي تړون پر سر تېر کال په لړم مياشت کې خبرې پيل او تر اوسه يې په دې اړه څلور ناستې کړې دي.

ولسمشر کرزي څو ورځې وړاندې يوې خبري غونډې ته وويل، چې امريکا غواړي د دغه تړون له مخې د افغانستان په نهو سيمو کې پوځي اډې ولري.

کرزى ويلي، که امريکا د افغانستان اردو پر وسلو سمبال کړي او په افغانستان کې سوله او ټيکاو تضمين کړي او اقتصادي مرستې وکړي، نو اډې ورکوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په نننۍ ناسته کې وويل، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اوږدمهاله ستراتيژيکو همکاريو د تړون په پلې کولو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

زلمى رسول افغان حکومت ته له امريکايي ځواکونو د بګرام زندان سپارل او له بهرنيانو څخه افغان لوري ته د مسووليتونو لېږد د دغه تړون د پلې کېدو عمده ټکي ياد کړل.

 هغه له بهرنيانو افغانانو ته د مسووليتونو د لېږد د پروسې بشپړېدل او د افغان ځواکونو پياوړتيا د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون له هغو مهمو موخو ياد کړل، چې د تېرو يوولسو کلونو لاسته راوړنې او د هېواد راتلونکې (د ١٣٩٣ کال د وري مياشتې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې) يې ډاډمنې کړې دي.

د ستراتيژيکو همکاريو تړون تېر کال د غويي مياشتې په ١٣مه په کابل کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا لاسليک شو او وروسته يې د پلې کېدو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ کمېسيون جوړ شو.

 

په نننۍ ناسته کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويليم برنز هم وويل، چې د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د ګډ کمېسيون تر لومړۍ ناستې وروسته چې په واشګنټن کې جوړه شوه، د دغه تړون په پلي کولو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

ده وويل، چې د دغه تړون له مخې په افغانستان کې امنيتي، سياسي او اقتصادي انتقال روان دى او امريکا د ٢٠١٤ کال تر پايه افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو پوره لېږد ته ژمنه ده.

دى وايي، چې افغان ځواکونه دغه مهال په خپل هېواد کې د ٩٠ سلنه پوځي عملياتو مشري کوي او هيله يې وښوده چې د دغه کال تر وروستيو د ټولو عملياتو مشري پر غاړه واخلي.

هغه وويل، چې افغانستان او امريکا به د دغه تړون له مخې د دوو خپلواکو هېوادونو په توګه د دوه اړخيزه امنيتي همکاريو تړون هم لاسليک کړي.

ده همداراز په افغانستان کې په برياليتوب سره د سياسي چارو لېږد او د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کول د افغانستان د امنيت لپاره اړين وبلل.

دى وايي، چې امريکا د کوم ځانګړي نوماند له ملاتړ پرته د افغانستان د راتلونکو ټاکنو د بهير ملاتړ کوي.

ده هيله څرګنده کړه، چې دغه ټاکنې به د افغان حکومت او خلکو ترمنځ نوې اړيکې رامنځته کړي.

 هغه همداراز د افغان دولت په مشرۍ له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرې په افغانستان کې د مسووليتونو د لېږد او په سيمه او افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره تر ټولو ډاډمنه لار وبلله.

هغه په قطر کې د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالب چارواکو ترمنځ له خبرو يو ځل بيا ملاتړ وښود.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.