اسعد اباد (پژواک ٢١ غويى ٩٢): د نورستان د ملي امنيت مرستيال نن غرمه په دغه ولايت کې د يوې چاودنې له امله وژل شوى دى.
د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند د غويي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت مرستيال فيض محمد خپل کور وانت وايګل ولسوالۍ ته په رخصتۍ تللى و.
هغه زياته کړه، چې د نورستان د ملي امنيت لومړى مرستيال نن غرمه په خپل کور کې د ماين چاودنې له امله وژل شوى دى.
بهاند وايي، امنيتي ځواکونو د پېښې په اړه، چې ماين د هغه په کور کې څه ډول پر ځاى شوى و، پلټنې پيل کړې دي.
وسله والو طالبانو د نوموړي د وژنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
Visits: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن