ترينکوټ (پژواک ٢٢ غويى ٩٢): د اروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې له يوې نښتې وروسته ١٣ سيمه ييز پوليس طالبانو بيولي دي.
د چارچينو ولسوال محمداسماعيل د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وړمه شپه وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د سرخولې په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي وو.
هغه زياته کړه، چې دغو بريدونو څو ساعته دوام درلود، خو تېره شپه وسله وال وتوانېدل ځينې پوستې او ١٣ سيمه ييز پوليس ونيسي.
ولسوال وايي، چې امنيتي ځواکونو په ګډه په سيمه کې عمليات پيل کړي، تېره شپه يې له لاسه وتلې پوستې بېرته نيولې او دوه سيمه ييز پوليس يې د مخالفينو له بنده راخلاص کړي دي.
نوموړي وويل، چې د نورو پوليسو د راخلاصولو په موخه په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
د چارچينو پخواني ولسوال حاجي غلام حيدر خان هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې په سيمه کې ٢٤ ساعته جګړه شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن