لښکرګاه (پژواک ٢٢ غويى ٩٢): چاراکي وايي، د هلمند د مارجې ولسوالۍ څارنوال محمدلعل نن سهار د ماين په چاودنه کې ووژل شو.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غويي په ٢٢مه پژواک اژانس وويل، چې څارنوال له کوره د خپل کار دفتر ته روان و، چې پر موټر يې د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه.
ځواک وايي، پېښه د تريخ ناور په سيمه کې د څارنوال محمدلعل کورته نږدې رامنځ ته شوې ده.
مارجه د لښکرګاه ښار لوېديځ ته په ٣٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده او د هلمند يوه له امنو سيمو بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا لس ورځې مخکې د هلمند د سولې شورا مشر معلم شاولي هم په يوه چاودنه کې ووژل شو.
د څارنوال د وژنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن