ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزي د پاکستان د ټاکنو په بريا ترسره کېدنه وستايله

ولسمشر کرزي د پاکستان د ټاکنو په بريا ترسره کېدنه وستايله

author avatar
12 May 2013 - 16:41
ولسمشر کرزي د پاکستان د ټاکنو په بريا ترسره کېدنه وستايله
author avatar
12 May 2013 - 16:41

کابل (پژواک ٢٢ غويى ٩٢): د هېواد ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له نوي حکومت څخه د افغانستان پر وړاندې د ورورګلوۍ او سوکاله فضا په راوستو او د ترهګرو د ځالو په له منځه وړو کې د همکارۍ هيله څرګنده کړه.

تېره ورځ د پاکستان پارلماني ټاکنې د ډېرو خلکو په ګډون ترسره شوې، هره سياسي ډله او اېتلاف، چې په دغو ټاکنو کې غوڅ اکثريت ترلاسه کړي، نو حکومت بيا د هغوى له خوا جوړيږي.

تر اوسه د دغو ټاکنو رسمي پايلې نه دي اعلان شوي، خو لومړنۍ شمېرنې او پايلې د نواز شريف ډله مخکښه ښيي، چې له اکثريت ٢٧٢ څوکيو څخه يې تر سلو زياتې د ځان په ګټه ترلاسه کړې دي.

همدارنګه د دغو ټاکنو پايلې ښيي، چې د نوازشريف مسلم ليګ (ن) له ډلې وروسته د عمران خان ګوند (پي ټي اى) دويمې رايې ترلاسه کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر کرزي د دغه هېواد خلکو او دولت ته د ياد هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو مبارکي ويلې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان په ټاکنو کې د خلکو ډېرې ونډې وښوده، چې له ترهګرۍ او وېرې سره سره د دغه هېواد خلک له ډيموکراسۍ سره يو ځاى تګ غواړي او دغو ترهګريو ته به هيڅکله تسليم نه شي.

سرچينه کاږي: “موږ له هغه حکومته، چې د دغو ټاکنو په پايله کې رامنځته کېږي هيله لرو، چې له افغانستان سره د سولې او ورورولۍ فضا رامنځته کړي او د ترهګرۍ په له منځه وړو کې د زړه له کومې مرسته وکړي، څو دواړه وروڼه ملتونه له دې ناوړه پديدې وژغورل شي.”

د ولسمشر د وياند دفتر ليکلي: “افغانستان له پاکستان سره د يوه خپلواک او ورور هېواد په توګه په سيمه کې د ترهګرۍ د له منځه وړو، د سولې او امن راوستلو ته چمتو دى.”

د يادلو ده، د پاکستان او افغانستان اړيکې په دې وروستيو کې د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې د پاکستان له لوري د ډيورنډ په دې غاړه کې د پوستو جوړولو پر سر ترينګلې شوې دي.

څو ورځې وړاندې په ياده سيمه کې د افغانستان او پاکستان ځواکونو تر منځ نښته هم رامنځته شوې وه، چې په پايله کې يې د افغانستان يو سرتېرى ووژل شو او دغه راز پاکستاني سرتېرو ته هم ګڼه مرګ ژوبله اوښتې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.