ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا ننګه کوو

طالبان: د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا ننګه کوو

author avatar
13 May 2013 - 11:30
طالبان: د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا ننګه کوو
author avatar
13 May 2013 - 11:30

کابل (پژواک ٢٣ غويى ٩٢): په ګوشته کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر جګړې وروسته وسله والو طالبانو ويلي، چې پر افغانستان هر ډول بهرنى تېرى غندي او د خپلو ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتيا ننګه کوي.

دغه راز وسله والو طالبانو د ايران او پاکستان په سرحدي سيمو کې د رامنځته شوو پېښو په اړه په خپره شوې اعلاميه کې د ايراني سرحدي ځواکونو له خوا د افغانانو وژل هم په کلکه غندلي دي.

د روانې مياشتې په لومړيو کې د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته د ننګرهار ولايت په ګوشته ولسوالۍ کې افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو وروسته له هغه دوه ځلې جګړه وکړه، چې پاکستان په ياده سيمه کې دروازه ودروله.

په دې نښتو کې يو افغان او يو شمېر پاکستاني پوځيان ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.

د پاکستان دغه کار د افغان دولت تر څنګ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د عامو افغانانو غوسه راپارولې او تر اوسه د پاکستان پر ضد لاريونونه کوي.

 طالبانو هم په دې اړه غبرګون ښودلى.

هغوى رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې ويلي، چې په ګوشته کې جګړه د “د ډيورنډ د معضلې په شان د نوي استعمار يوه پلان شوې دسيسه ده.” چې موخه يې د طالبانو له خوا د نوو پيل شوو عملياتو له پرمختګ، په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو او کمزوري حکومت له شتون څخه پام بل لور ته اړول دي.

 په اعلاميه کې راغلي، چې طالبانو د خپل حاکميت په وخت کې هم له خپلې خاروې دفاع کړې او د تېر په څېر له افغانستان او هېوادوالو څخه دفاع ته لومړيتوب ورکوي.

سرچينه زياتوي: “اوس هم ژمن يو، چې د خپل هېواد او ولس پر ضدبه په هېڅ وجه او بيه له هېڅ لوري سره معامله ونه کړو.”

 څو ورځې وړاندې ولسمشر حامد کرزي وويل چې پاکستان غواړي دافغانستان پر سرحدي سيمو د بريدونو له لارې پر افغان دولت فشار راولي، ترڅو د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني.

کرزي په ټينګار سره وويل چې دغه کرښه به هېڅکله په رسميت ونه پېژني.

د افغان دولت تر دريځ وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويليام برنز کابل ته د خپل سفر پرمهال له ځينو افغان رسنيو سره په خبرو کې ددې کرښې په اړه د امريکا پر پخواني دريځ ټينګار کړى.

تېرکال د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارګ ګروسمان وويل چې امريکا د ډيورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه پېژني.

په کابل کې د امريکا سفير جميز کننګهام هم همغه مهال کندهار ته په خپل سفر کې د ګروسمان نظر تاييد کړ.

د برنز تر څرګندونو وروسته د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي ويلي چې د ډيورنډ کرښې په اړه د امريکا دريځ د افغانستان پر دريځ هېڅ راز اغېز نه لري.

فيضي ټينګار کوي ، چې افغان حکومت به د ډيورنډ کرښه هېڅکله د افغانستان او پاکستان د رسمي سرحد په توګه په رسميت ونه پېژني.

طالبانو د ايران د سرحدي ځواکونو له خوا فراه ته څېرمه د ايران په خاوره کې د افغانانو وژل غندلي او دغه کار يې د بشري او ګاونډيتوب له حقونو څرګنده سرغړونه بللې ده.

هغوى ليکي: “دا سمه ده چې افغانان به په ناقانونه توګه د ايران په پوله اوښتي وي، خو له وژلو او سخت چلند پرته نورې ډېرې لارې شته، چې په پوله د بې ويزې کسانود اوښتو مخه پرې ونيول شي.”

طالبانو له ايران او پاکستان څخه غوښتي، چې له افغانستان سره د اسلامي، انساني او د ګاونډيتوب د حقونو له مخې چلند وکړي او د افغانانو له مجبوريت څخه ناوړه ګټه وانخلي.

دوه ورځې وړاندې شاوخوا ٣٥٠ افغانان د قانوني اسنادو له لرلو پرته د مزدورۍ لپاره ايران ته روان وو، چې له فراه ولايت سره په پوله د دغه هېواد په سرحدي سيمه کې ايراني پوځيانو پرې ډزې وکړې.

ځينې افغان چارواکي وايي، چې له يادو کسانو څخه لس ټپيان د فراه روغتون ته راوړل شوي، يو شمېر کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي او شاوخوا ١٥٠ تنه تر اوسه لادرک دي.

په مشرانو جرګه کې د فراه استازي ګل احمد عظيمي ويلي، چې په دغه بريد کې لس تنه وژل شوي او پرته له يادو لسو ټپيانو يو شمېر ټپيان هم په ايران کې پاتې دي.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.