ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې سېلابونو دوه تنه مړه کړي

author avatar
13 May 2013 - 11:44
author avatar
13 May 2013 - 11:44

خوست (پژواک ٢٣ غويى ٩٢): په خوست کې د درنې ږلۍ او باران د اورښت له امله راوتلي سېلاب دوه تنه مړه کړي او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې ويجاړه کړې ده.

د خوست له بېړنيو پېښو سره د مبارزې مشر محمداکبر د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ږلۍ او باران له امله په خوست او پنځو ولسواليو کې سخت سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

د نوموړي په خبره، سېلابونو په مرکز، ګربزو، تڼيو، اسماعيل خېلو او ځاځي ميدان ولسواليو کې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه لاندې کړې او خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

محمد اکبر زياتوي، سېلاب په مرکز کې دوه تنه مړه کړي، چې يوه لس کلنه نجلۍ او بل يو بل سپين ږيرى دى.

د سيمې اوسېدونکى نيسم لېوال هم وايي، چې پرون مازيګر او تېره شپه د خوست مرکز او په څو ولسواليو کې درنه ږلۍ او باران شوى دى.

نوموړى وايي، چې سېلابونو درانه زيانونه اړولي او په څو ولسواليو کې يې زرګونه جريبه کرلې ځمکه لاندې کړې ده.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې د هېواد په شمال بلخ ولايت کې سېلابونو شاوخوا ٢٠ کسه مړه کړل او خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي وو.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.