ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر علماوو له ټاکنو ملاتړ اعلان کړ

د لوګر علماوو له ټاکنو ملاتړ اعلان کړ

author avatar
14 May 2013 - 15:24
د لوګر علماوو له ټاکنو ملاتړ اعلان کړ
author avatar
14 May 2013 - 15:24

پل علم-ښرنه (پژواک ٢٤ غويى ٩٢): په لوګر کې سلګونه ديني عالمانو له راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ملاتړ اعلان کړ او له خلکو يې وغوښتل، چې په دغو ټاکنو کې ګډون وکړي.

د لوګر د علماوو شورا غړي مولوي محمدرفيق د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ولس دې خپل برخليک وټاکي او په راتلونکو ټاکنو کې دې برخه واخلي.

نوموړي د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې له جګړې او مخالفته لاس واخلي، د ټاکنو ملاتړ دې وکړي او نور دې ولس پرېږدي، چې خپل مشر وټاکي.

د سولې شورا مشر مولوي اسدالله حنيف هم له خلکو وغوښتل، چې د ټاکنو کارتونه واخلي او په دې توګه له جګړې سره مخالت څرګند کړي.

د لوګر والي ارسلا جمال هم ټاکنې ملي پروسه وبلله او له ديني علماوو يې مننه وکړه، چې د دې ملي پروسې ملاتړ يې وکړ  او خلکو ته يې په ټاکنو کې د ګډون بلنه ورکړه.

د يو بل خبر له مخې، نن د پکتيکا په مرکز ښرنه کې هم سلګونه ديني علماوو او قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې پر افغانستان د پاکستاني ځواکونو تېرى وغانده او د خپلو ملي ځواکونو ملاتړ يې اعلان کړ.

د پکتيکا قومونو د مرکزي شورا مشر ملامحمد معصوم خيروي وايي، پاکستان زموږ پر خاوره تېرى کړى د پکتيکا ټول قومونه دې ته تيار دي، چې له افغان ځواکونو سره يو ځاى له خپلې خاورې دفاع وکړي.

هغه په افغانستان کې له مېشتو نړيوالو ځواکونو په ځانګړې توګه له امريکا وغوښتل، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ روان کړکېچ ته دې چوپه خوله نه پاته کېږي او په افغانستان کې دې  د پاکستان لاسوهنه وغندي.

دغه راز نن په کونړ ولايت کې هم د پاکستان پر ضد احتجاجي غونډه او بيا ورپسې لاريون وشو.

دغه غونډه او لاريون د کونړ د ځوانانو د همغږۍ ټولنې له خوا په لاره اچول شوى و، چې په کې د والي مرستيال  قاضي محمدنبي او سلګونو ځوانانو برخه اخيستې وه.

د يادې ټولنې يوه غړي عاشق الله ټکري پژواک اژانس ته وويل، چې دوى به له خپل هېواد څخه په هر ډول چې وي دفاع کوي او که اړتيا وه‌، نو د خپلو ملي ځواکونو له ليکو سره يو ځاى کېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.