ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار کې د يوه ښوونځي ١٥٠ زده کوونکې مسمومې شوې

مزار کې د يوه ښوونځي ١٥٠ زده کوونکې مسمومې شوې

author avatar
14 May 2013 - 10:07
مزار کې د يوه ښوونځي ١٥٠ زده کوونکې مسمومې شوې
author avatar
14 May 2013 - 10:07

مزارشريف (پژواک ٢٤ غويي ٩٢): په مزار شريف کې د نجونو د يوې لېسې ١٥٠ زده کوونکې مسمومې شوې دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د مزارشريف د خراسان کارته په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د يادې سيمې د خراسان د نجونو لېسې ١٥٠ زده کوونکې ښوونځي ته له رسېدو سره سم مسمومې شوې او روغتون ته لېږدول شوې دي.

دى وايي، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه د مسمومېدا لامل نه دى څرګند شوى.

د بلخ د پوهنې رييس قيس مهرايين پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې لېسې ١٢٠ نجونې د لېسې څنګ ته د يوې سبټيک څاه د بد بوى له امله مسمومې شوې دي.

خو د دې لېسې يوې ښوونکې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د لېسې د ودانۍ تر‌څنګ سيبټيک نشته او نه هم پخوا دوى داسې کوم بوى محسوس کړى و.

دغې سرچينې زياته کړه، کله چې نن سهار اته بجې ښوونځي ته راغلې، نو د ګاز يو ډول  بوى يې محسوس کړل  چې له امله يې يو شمېر زده کوونکې مسمومې شوې.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.