کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): حزب اسلامي له فراه ولايت سره څېرمه پر ګډه پوله د ايراني ځواکونو له خوا د يو شمېر بېګناه افغانانو وژنه د ګاونډيتوب او نړيوالو قوانينو خلاف عمل بولي او دغه کار په کلکه غندي.
تېره اونۍ ايراني سرحدي ځواکونو د افغانستان او ايران پر ګډه پوله پر هغو درې سوو افغانانو چې د خوارۍ مزدورۍ لپاره ايران ته روان وو، ډزې وکړې، چې له امله يې لس تنه ووژل او تر لسو زيات ټپيان شول.
په کابل کې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له يادې ډلې د ١٥٠تنو په شاوخوا کې تر ننه بې درکه دي.
سرچينې زياته کړې: ((ايراني ځواکونو د دغه بې رحمانه عمل له امله زموږ يو شمېر هېوادوال د غم او وير پر ټغر کېنول.))
په خبرپاڼه کې راغلي، چې حزب اسلامي افغانستان د ايراني ځواکونو دا کړنه يوه ستره انساني فاجعه او غيرې اسلامي عمل ګڼي او له افغان دولت نه د دې غمجنې پېښې د جدي څېړنې او پلټنې غوښتنه کوي.
سرچينې پر افغان دولت غږ کړى، چې د افغانانو د سر، مال او ناموس په کلکه ساتنه وکړي او په راتلونکي کې دې د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره جدي تدابير ونيسي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن