ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چمتال پر سلګونه جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول

د چمتال پر سلګونه جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول

author avatar
15 May 2013 - 11:03
د چمتال پر سلګونه جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول
author avatar
15 May 2013 - 11:03

مزارشريف (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، امنيتي مسوولينو په دې ولسوالۍ کې پر سلګونه جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي، خو چارواکي بيا وايي چې په دې ولسوالۍ کې کوکنارو نه دي کړل شوي.

امنيتي مسوولين وايي، په چمتال ولسوالۍ کې يې د مخالفو وسله والو او د سړک غاړې د ماينونو د پاک کارۍ په موخه عمليات پيل کړي وو، چې تېره ورځ پای ته ورسېدل.

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ۹ ورځې وړاندې يې په چمتال ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو او د سړک غاړې د ماينونو د پاکونې په موخه عمليات پيل کړي وو.

نوموړي زياته کړه، پرون د يادو عملياتو وروستۍ ورځ وه، چې د چمتال ولسوالۍ په ۲۸ کليو کې يې په برياليتوب سره ترسره کړل.

د هغه په وينا، د عملياتو پر مهال له وسله والو مخالفينو سره نه دي مخ شوي، خو ځای ځای يې د سړک غاړې لسګونه ماينونه کشف او له منځه وړي دي.

د چمتال ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې دغه عمليات د کوکنار اړولو په موخه تر سره شوي دي.

د دې ولسوالۍ د جرکلا کلي اوسېدونکي او قومي مشر محمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، د يادې ولسوالۍ په ډېرو کليو کې سلګونه جريبه کوکنار کرل شوي وو، چې د روانو عملياتو پر مهال په بشپړ ډول له منځه يوړل شول او په دغه کار ولس خوښ دى.

نوموړي زياته کړه، که څه هم په دغه ولايت کې کلونه وړاندې کوکنار صفر شوي وو، خو په وروستيو څو کلونه په هغو سيمو کې، چې وخت ناوخت له نسبي ناامنۍ سره مخ دي، يو شمېر اوسېدونکو يې بيا د کوکنارو په کرولو لاس پورې کړى دى.

د هغه په وينا، پرون يې له پوليسو سره د کوکنارو د فصلونو په له منځه وړو کې مرسته وکړه.

محمدالله د بېلګې په توګه د دې ولسوالۍ د جوى شير، نوشار بلوڅ، نوشار عليزي، بابړي، قلعه رزاق، هوتک او… کليو نومونه واخيستل، چې په ډېره اندازه کوکنار په کې کرل شوی وو.

نوموړي د پوليسو له شوو عملياتو خوښي څرګنده کړه او وايي چې په دې سره د کوکنارو د کر مخه ونيول شوه.

د ده په وينا، دی ګومان نه کوي، چې له دې وروسته دې هم کوم کروندګر د کوکنارو کر ته زړه ښه کړي.

هغه کروندګرو، چې کرل شوي کوکنار يې د يادو عملياتو په ترڅ کې اړول شوي، هم پر دې اعتراف کوي، چې د حکومت د پرېکړې خلاف کار يې کړی و، خو پر اړولو يې خپه نه دي.

د نوشار کلي اوسېدونکي طلامحمد پژواک اژانس ته وويل، دوه جريبه کوکنار يې کرلي وو، چې د روانو عملياتو په ترڅ کې پوليسو ټول واړول.

نوموړي زياته کړه: ((زه پوهېږم چې غلط کار مې کړی و، پوليسو ښه وکړل، چې چپه يې کړل؛ خو په کلي کې ډېرو خلکو کرل؛ نو ما هم وکرل، اوس يې چې واړول نو پرې خپه نه يم.))

همداراز د بابړي کلي اوسېدونکي او کروندګر فيض الله چې پر څلور جريبه ځمکه يې کوکنار کرلي و، پژواک اژانس ته وويل، چې پوليسو يې ټول کوکنار واړول.

نوموړي زياته کړه، چې په سيمه کې د کار د نه پيدا کېدو او د نورو فصلونو د کمې ګټې له امله يې د کوکنار کر ته مخه کړې وه.

د هغه په وينا، دی پوهېده، چې که چېرې دولت خبر شي نو کوکنار به يې واړوي؛ خو په دې تمه و، چې که خبر نه شي؛ نو يو څه پيسې به ترلاسه کړي.

فيض الله هم وويل، چې د کرل شوو کوکنارو پر اړولو خپه نه دی.

يو شمېر کارپوهان هم د پوليسو د دغه کار ستاينه کوي، چې د کوکنار د کر په له منځه وړو کې هلې ځلې کوي.

په مزارشريف کې د ((کور موسسې)) د روږدو کسانو د درملنې د مرکز مشر ډاکټر غلام رسول ملکزي وويل، چې د کوکنار کرل د معتادېدو له ټولو بنسټيزه لاره ده، چې بايد دولت يې مخه ونيسي.

نوموړي زياته کړه، چې که څه هم په بلخ ولايت کې له تېرو څو کلونو کوکنار صفر اعلان شوي؛ خو دا چې په ځينو سيمو کې څه نا څه کرل کېږي؛ نو دولت ته په کار دع، چې مخه يې ونيسي.

د هغه په وينا، امنيتي پوليسو خپله دنده ترسره کړې، چې د کوکنارو غير قانوني فصلونه يې له منځه وړي دي.

خو امنيتي مسوولين وايي، چې عمليات د کوکنارو د کر د له منځه وړلو په موخه نه بلکې په سيمه کې يې د وسله والو مخالفينو او د سړک غاړې د ماينونو د پاک کارۍ په موخه پيل کړي وو، چې پای ته ورسېدل.

د امنيت امر سمونوال قادري وويل، په چمتال کې د کوکنارو کر تبليغات دي، په ټول ولايت کې شپږ کاله مخکې کوکنار صفر اعلان شوي او بيا چا نه دي کړلي.

نوموړي زياته کړه، چې په شوو عملياتو کې دوی نه د کوکنار له فصل سره مخ شوي او نه يې اړولي دي.

د هغه په وينا، دغه عمليات د چمتال ولسوالۍ د کليو د پاک کارۍ په موخه ترسره شول او په هره سيمه کې يې له عملياتو وروسته سيمه ييز پوليس ځای پر ځای کړل.

سمونوال قادري وويل، چې دمګړۍ د چمتال ولسوالۍ په هېڅ يوه سيمه کې هېڅ ډول امنيتي ستونزه نه شته، هر څوک په ازاده توګه په ولسوالۍ کې تګ راتګ کولی شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.