ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا ته راستانه شوي کډوال د بې کورۍ له ستونزې سره مخ دي

پکتيکا ته راستانه شوي کډوال د بې کورۍ له ستونزې سره مخ دي

author avatar
15 May 2013 - 15:55
پکتيکا ته راستانه شوي کډوال د بې کورۍ له ستونزې سره مخ دي
author avatar
15 May 2013 - 15:55

ښرنه (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): پکتيکا ته له ګاونډيو هېوادونو راستانه شوي کډوال شکايت کوي، چې سرپناه نه لري او په دې برخه کې مرسته هم نه ده ورسره شوې.

يو کډوال ادم خان وايي، دوه کاله مخکې له پاکستانه د پکتيکا مرکز ښرنې ته راستون شوی دى.

هغه وويل، د کډوالو په رياست کې يې د يوې نومرې ځمکې عريضه هم ورکړې، خو تر دې مهاله په کرايي کور کې اوسېږي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د کډوالۍ اسناد په لاس کې لري، په ټولو ادارو يې ګرځولي خو مرسته يې نه ده ترلاسه کړې.

د مټاخان اوسېدونکى يارمحمد هم وايي، چې ١٥ کاله پخوا له پاکستانه راستون شوى، خو تر دې مهاله په کرايي کور کې ژوند کوي.

دى وايي، د کډالو د ښارګوټي لپاره يې نوم ليکنه کړې، خو په دې نه پوهېږي چې د ځمکو په وېش کې ولې ځنډ راغلى او ولې يې چارواکي په اړه ګام نه پورته کوي.

دې ته ورته نور کډوال هم شکايت کوي، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د نومرو د ورکړې دورغجنې ژمنې ورسره کېږي، خو د عملي اقدام په اړه يې څوک کار نه کوي.

د دغه ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې هم له بهره راستانه شوي کډوال شته، چې اوس د بې کورۍ او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د پکتيکا د کډوالو چارو رييس انجنير محمدکاظم حقپال دا مني، چې راستانه شوي کډوال ستونزې لري او د ښارګوټي په اړه يې تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.

حقپال پژواک اژانس ته وويل، له تېرو درېيو کلونو شاوخوا ٤٠٠٠ کډوالو نومونه ورسره ثبت کړي دي، چې د بې کورۍ له ستونزو سره مخ دي.

د کډوالو چارو د رييس په وينا، د ښارګوټي لپاره ځمکه بېله شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې کډوالو ته د وېشلو لړۍ پيل کړي.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.