اسعداباد (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې د يوې ډاګيزې محکمې په ترڅ کې يوه خواښې د خپلې نګور د وژنې په تور پر اعدام محکومه شوه.
د نرنګ ولسوالۍ د اصلت خان په کور کې دوه مياشې وړاندې د عايشې په نوم يوه نګور د خپلې خواښې، خسر او د هغوى د دوو زامنو له خوا په وهلو ډبولو وژل شوې وه.
د دې قضيې ډاګيزه محکمه نن (د غويي ٢٥مه) په نرنګ ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، په ترڅ کې يې د عايشې خواښې بي بي شيرينې ته د اعدام او خسر اصلت خان، خاوند رحمن الله او لېور غاټول ته د اوو، اوو کلونو بند سزا واوروله.
د دوسيې څارنوال محمدګل له دلايلو وړاندې وروسته له قضايي پلاوي غوښتنه وکړه، چې جرم مشهود دى، ګواهان هم پرې تېر شوي او څلورو واړو تورنو ته يې د جزا د قانون د ۳۹۵ مې مادې له مخې د اشد مجازات غوښتنه وکړه.
عايشه په داسې حال کې وژل شوې وه، چې له واده يې ايله دوه کاله تېر شوي وو، خو کوم اولاد يې نه درلود.
د عايشې ورور قضايي پلاوي ته وويل، چې له خور سره يې د خسرګنۍ د ټولې کورنۍ له خوا سخت ظلم شوی دى.
هغه زياته کړه: ((دوى زما خور په وهلو او ډبولو وژلې ده، موږ ورسره خپلوي په خوښۍ کړې وه څه په بدو کې مونه وه ورکړې، خو دوى ورسره دا ډول ظلم وکړ.))
نوموړي څلورو تورنو کسانو ته د اعدام غوښتنه وکړه.
ډاکټرانو هم تاييد کړې وه، چې د عايشې په وجود کې ټپونه وو او شکنجه شوې وه.
د قضايي پلاوي مشر قاضي ميرزمان د ټولو خواو د شواهدو او ادعاګانو له اورېدو وروسته د عايشې د قتل په تور د هغې خواښې بي بي شيرينې ته د جزا د قانون د ۳۹۵مې مادې او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منعې د قانون د ۲۲مې مادې په پام کې نيولو سره د اعدام سزا او د هغې خسر اصلت خان، غاټول او رحمن الله ته د جزا د قانون د ۵۰مې مادې د حکم پر اساس د اوو، اوو کلونو د بند سزا واورول شوه.
قاضي وويل، چې دا پرېکړه وروستۍ نه ده، دوى بلې محکمې ته د رجوع حق هم ولري.
د عايشې د خسرګنۍ مدافع وکيل عظيم خان بيا د څارنوال ادعاوې رد کړې او ويې ويل، چې موکلينو يې قتل نه دى کړى او دا ورته يوه دسيسه جوړه شوې وه.
هغه د محکمې پرېکړه غير عادلانه وبلله او زياته يې کړه، چې دوى به دويمې محکمې ته مراجعه وکړي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن