خوست ښار (پژواک ٢٦ غويى ٩٢): په خوست ښار کې د نجونو او هلکانو د دوو ښوونځيو نوې ودانۍ پرانيستل شوې، چې شاوخوا ١٥٠٠ زده کوونکو ته په کې د زده کړو زمينه برابره شوه.
د دې ښوونځيو ودانۍ د خوست ښار اړوند د ازادۍ مېنې په سيمه کې، نن د يوې غونډې په ترڅ کې پرانيستل شوې، چې دولتي چارواکو، قومي مشرانو او لسګونه ښوونکو او زده کوونکو په کې برخه اخيستې وه.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي د غويي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ښوونځيو ودانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت په ځانګړې مالي مرستې جوړې شوې دي.
ده زياته کړه، دواړه ودانۍ په دوو پوړو کې په پاخه او اساسي ډول په دېرش جريبه ځمکه جوړې شوې دي، چې هره ودانۍ شل درسي خونې لري.
د والي په خبره، په ودانيو ٣٥ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې جوړېدو يې اته مياشتې وخت نيولى دى.
د خوست د پوهنې رييس بختور بختيار د دې دوو ښوونځيو ودانيو جوړېدو ته خوښ دى، خو وايي چې د خوست ډېرى ښوونځي لا اوس هم ودانۍ نه لري.
د ازادۍ مېنې د نجونو د لومړني ښوونځي زده کوونکې نسيمې پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې مخکې يې ښوونځي ودانۍ نه لرله او په خېمو کې يې زده کړه کوله.
د هغې په وينا، د نوې ودانۍ په پرانيستلو سره به د ټول ښوونځي د زده کړو جريان منظم شي او د زده کوونکو لېوالتيا به له زده کړې سره ډېره شي.
د هلکانو ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکى حکمت الله هم خوښ دى، چې ښوونځي ته يې نوې ودانۍ جوړه شوه.
دى وايي، د ودانيو د نه شتون له امله به باران او باد د دوى زده کړې له ستونزو سره مخ کولې، خو نور به له دې ستونزو خلاص شي او د درس جريان به يې نه ګډوډېږي.
خوست ٢٧٥ ښوونځي لري، چې نږدې نيم يې ودانۍ نه لري او يا يې ودانۍ بيارغونې ته اړتيا لري.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن