ژبه

په کابل ښار کې د لومړنيو خوراکي توکو بيو بدلون نه دى کړى

زرغونه صالحى

۲۶ غویی ۱۳۹۲ - ۱۵:۵۶

Views: ۷۲

 کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩٢): نن په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د لومړنيو خوراکي توکو بيو بدلون نه دى کړى او په خپل حال پاتې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د پنځوس کيلو ګرام پاکستانۍ بورې بيه ١٦٥٠ افغانۍ، لومړى درجه ٢٤ کيلو ګرامه پاکستانۍ وريجې په ١٦٨٠ افغانۍ او د پنځه لېتره مومن غوړيو بيه ٤٠٠ افغانۍ ده.  

نوموړي زياته کړه، چې د تېرې پنجشنبې په څېر د ٤٩ کيلو ګرامه پاکستاني اوړو بيه ١١٥٠ افغانۍ، يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٥ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢١٠ افغانۍ دى.

په کابل ښار کې د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو ځايونو کې زيات او په ځينو ځايونو کې کم توپير لري.

په کارتې سه کې د خوراکي توکيو يوه پلورونکي خان علي وويل، نن پنځوس کيلو پاکستانۍ بوره په ١٨٥٠ افغانۍ، ٤٩ کيلو پاکستاني اوړه په ١٢٥٠ افغانۍ، ٢٤ کيلو ګرامه پاکستانۍ سېله وريجې په ٢١٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٦٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٢٠ افغانۍ پلوري.

د تېرې اونۍ په پرتله د سون توکو ” ډېزل، پټرول تېلو او اوبلن ګاز” بيو کوم بدلون نه دى کړى.

د کابل ښار وزير اباد د تېلو ټانک مدير عبدالهادي د معلوماتو له مخې، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه ليتر ډېزل تېلو بيه ٦٠ افغانۍ او د يوه ليتر پټرول تېلو بيه ٥٥ افغانۍ ده.

د کابل ښار د تايمني بازار نهم سړک يوه ګاز پلورونکي محمد جاوېد وويل، چې نن د تېرې اونۍ په څېر يو کيلو اوبلن ګاز په ٥٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بيې هم د تېرو اوو ورځو په څېر له کوم بدلون پرته، په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير پژواک ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په شان د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٨٠٠ افغانۍ او د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٢٠٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار شهزاده سراى د يوه صراف احمد شاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت٥٤،٦٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو ارزښت ٥٤٧ افغانۍ دى.

تېره اونۍ ديوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٥،٤٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو ارزښت ٥٥٦ افغانۍ وو.

نوموړي د افغانيو پر وړاندې د نورو بهرنيو اسعارو راغورځېدل، د کابل ښار په بازارونو کې د افغانستان بانک له لوري د ٩٠ ميليون امريکايي ډالرو وړاندې کول په ګوته کړل.