ښرنه ( پژواک، ٢٦ غويى ٩٢) : چارواکي وايي ، چې د پکتيکا په سروبي ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد يوتن وژلى او د ولسوالۍ د پراختيايي شورا د مشر په ګډون اوه تنه ټپيان دي.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ د غويي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل،بريد نن نږدې غرمه مهال ترسره شو،چې يو دوکاندار يې وژلى او د پراختيايي شورا د مشر شېرزمان په ګډون يې اوه ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
د امنيه قوماندان په وينا، د پېښې ټپيان يې د درملنې په موخه د ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.
د پېښې يو تن عيني شاهد محمد اکبر وايي ،چې ځانمرګي بريد د سدوزي او اميرمحمد په نومونو دوه تنه وژلي دي .
نوموړي پژواک اژانس ته وويل،د پېښې اوه تنه ټپيان ټول ملکي وګړي او د بازار هټيوال دي ،چې اوس د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په خبره، پېښه د سروبي ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوه،چې ښايي موخه به يې قومي مشر او د پراختيايي شورا رييس شيرزمان و.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن