ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نهو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

د نهو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
17 May 2013 - 10:55
د نهو وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
17 May 2013 - 10:55

ښرنه (پژواک ٢٧ غويى ٩٢): د پکتيکا امنيتي مسوولين په دغه ولايت کې د هوايي بريد او عملياتو په ترڅ کې د نهو وسله والو د وژلو خبر ورکوي.

د پکتيکا امنيه قوماندان دولت خان ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د برمل د سرحدي ولسوالۍ د منګړيتۍ په سيمه کې ايساف ځواکونو پر وسله والو مخالفينو بمبار وکړ.

ده زياته کړه، په دې بريد کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د لومړنيو پلټنو پر بنسټ شپږ تنه يې له ډيورنډ کرښې هاخوا د واڼه اوسېدونکي دي.

د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په برمل، ګيان او زېړوک ولسواليو کې د افغان ځواکونو له لوري له تېرو لسو ورځو راهيسې د پامير په نوم پيل شوي عمليات پای ته رسېدلي دي.

په پکتيکا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دويمې لوا قوماندان بريد جنرال زمري خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو عملياتو مشري د ملي اردو پر غاړه وه او ټولو افغان ځواکونو په کې برخه درلوده.

ده زياته کړه: “موږ په يادو درېيو ولسواليو کې لويې لارې له وسله والو مخالفينو څخه پاکې کړې او دېرش کړۍ د وسايطو ضد ماينونه مو د خلکو په مرسته کشف او له منځه يوړل.”

د هغه په خبره، د يادو ولسواليو ټولې لارې د خلکو پر مخ خلاصې دي، خو په عملياتو کې افغان سرتېرو، ملکي وګړو او يا هم مخالفينو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ملي اردو دغه قوماندان وايي، د پکتيکا په يو شمېر نورو ولسواليو کې يې د ظفر په نوم عمليات پيل کړي دي.

د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې دوه وسله وال وژل شوي او يو بل يې ژوندی نيولی، چې په وژل شوو کې يې يو د پاکستان تبعه او د پنجاب اوسېدونکی دی.

هغه وايي، په يادو عملياتو کې يو شمېر مهمات هم نيول شوي دي.

وسله والو مخالفينو بيا د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.