ترينکوټ (پژواک ٢٨ غويى ٩٢): د اروزګان پوليس وايي، چې له چاودېدونکو توکو ډک يو موټر يې له دوو تنو سره له منځه وړى دى.
د دوى په وينا، دا پېښه پرون ماښام د اروزګان ولايت د مرکز ترينکوټ ښار اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ترينکوټ ښار د دويمې حوزې امر دويم څارن ګل اغا د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى له تېرو څلورو ورځو راهيسې ترينکوټ ښار ته د يوه موټربم د راتګ په اړه معلومات ترلاسه کړي وو.
هغه زياته کړه، ياد موټر له کندهاره دغه ولايت ته را اوښتى و او د مرکز ترينکوټ اړوند د ګرماو په سيمه کې يې د پوليسو له خوا د درېدو له امره سرغړونه او د تېښتې هڅه کوله، چې د پوليسو تر بريد لاندې راغى.
د ګل اغا په وينا، چې له بريد سره سم په ياد موټر کې چاودنه رامنځته شوې او په کې ناست دوه تنه وژل شوي دي.
د يادې پوستې يوه پوليس محمد کبير پژواک اژانس ته وويل، چې دغه موتر ته يې د درېدو اشاره وکړه، خو چلوونکي يې د ښکنځلو په کولو د تېښتې هڅه وکړه او دوى پرې ډزې وکړې.
دى وايي: ((ما هڅه کوله، چې دوى ژوندي ونيسو، هوايي ډزې مې وکړې، خو يوه مرمۍ پر موټر ولګېده او د لګېدو سره سم لويه چاودنه وشوه.))
د کبير په وينا، په دغه موټر کې لسګونو کيلوګرامه چاودېدونکي توکو، وسلې او مهمات هم ځاى پر ځاى شوي وو او غوښتل يې په ترينکوټ ښار کې ورانکاره کړنه ترسره کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.