کابل (پژواک ٢٨ غويى ٩٢): د فراه ولايت د خاک سفېد ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن عبدالغني په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې عبدالغني تېره شپه شاوخوا اته بجې د فراه د مرکز اړوند په چارباغ سيمه کې خپل کور ته څېرمه د دوو موټرسايکل سپرو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.
د سيمې يوه اوسېدونکي محمدنعيم وويل، چې عبدالغني په شخصي کرولا موټر کې يواځې روان و، چې د دوو موټرسايکل سپرو تر وسله وال بريد لاندې راغى.
د فراه د مرکزي روغتون امر ډاکټر عبدالحکيم رسولي وايي، چې عبدالغني په ټپي حالت کې دغه روغتون ته وروړل شو.
د ده په وينا، له عبدالغني سره په دغه روغتون کې اړينه مرسته وشوه، خو د ژورو ټپونو له امله يې د نورې درملنې لپاره په فراه ښار کې د ولايتي بيا رغونې ډلې روغتون ته ولېږه.
رسولي زياته کړه، چې عبدالغني د ولايتي بيارغونې ډلې روغتون ته تر رسېدو مخکې پر لاره ساه ورکړه.
پر عبدالغني د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخستى دى.
د خاک سفېد وژل شوى امنيه قوماندان په تېر شاوخوا يو کال کې يو ځل د ماين په چاودنه او يو ځل په وسله وال بريد کې هم ټپي شوى و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن