کابل (پژواک ٢٨ غويى ٩٢): هندوستان وايي، چې که افغانستان ترې د وسلو غوښتنه وکړي، نو دوى به پرې غور وکړي.
د اوټ لوک په نامه د يوې هندي رسنۍ د معلوماتو له مخې، دغه څرګندونې د بهرنيو چارو وزارت وياند اکبر الدين نن د غويي په ٢٨مه، په نوي ډيلي کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
پرون په ډيلي کې دافغانستان سفير شيدا محمد ابدالي ويلي و ، چې راتلونکې اونۍ ولسمشر حامد کرزى هندوستان ته سفر کوي او له ځايي چارواکو سره به د امنيت او دفاعي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي ، چې دافغانستان له خوا د وسلو د غوښتنې په صورت کې به دوى پر دغې غوښتنې غور وکړي.
اکبرالدين ويلي، چې افغانستان د هندوستان ستراتيژيک ملګرى هېواد دى او دواړه هېوادونه پر مهمو موضوعاتو د ستراتيژيک تړون د ميکانېزم له مخې خبرې کوي.
د يادونې ده ، چې هندوستان لومړى هېواد و، چې افغانستان ورسره دوه کاله مخکې ستراتيژيک تړون لاسليک کړ.
د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي : (( زموږ نظر دادى چې موږ له افغانستان سره ديوه ميکانېزم له مخې ، پر ټولو موضوعاتو خبرې کوو او موږ به د افغانستان د حکومت ځانګړو غوښتنو ته ځواب وايو.))
د هغه په وينا، دستراتيژيک ميکنانېزم ترڅنګ دلته نور ديپلوماتيک چينلونه هم شته، چې له لارې يې افغانستان خپلې غوښتنې مطرح کولى شي او د همدې چينلونو له لارې به يې هند ځواب ووايي.
بلخوا نن د ولسمشر حامد کرزي وياند اېمل فيضي په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې ولسمشر کرزى د هند د ولسمشر په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.
هغه زياته کړه، چې حامدکرزی به هند ته د خپل دغه دوه ورځني سفر په ترڅ کې د هند له ولسمشر ، لومړي وزير او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان او هند ترمنځ د اړيکو پر ټولو ابعادو، د افغانستان د پوځي او ملکي بنسټونو د پياوړتيا، د سولې د بهير او د سيمه ييزو مسئلو په اړه مذاکرات وکړي.
د ولسمشر وياند وويل، چې هند د افغانستان ستراتيژيک ملګری هېواد دی او د هغه ستراتيژيک تړون له مخې ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوی ، هند د افغانستان د پوځی او ملکي بنسټونو د پياوړتيا لپاره همکاري کوي.