ژبه

په خوست کې د کتاب لوستنې اونۍ پيل شوه

هدايت الله خوستى

۲۸ غویی ۱۳۹۲ - ۱۶:۴۲

Views: ۶۱

خوست (پژواک ٢٨ غويى ٩٢): په خوست کې نن (د غويي ٢٨مه) د کتاب لوستنې اونۍ پيل شوه او په همدې موخه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري سلګونه ټوکه بېلابېل کتابونه نندارې ته کېښودل شول.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمدامين شاه الفت د كتابونو د نندارې د پرانيستې پر مهال پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د کتابونو دغه نندارتون يې په دغه ولايت کې د کتاب لوستنې دودولو لپاره کړى دى.

د الفت په خبره، د كتاب لوستنې اونۍ د پيل په موخه يې ۱۲۰۰ بېلابېل كتابونه د يوې اونۍ لپاره د لوستونکو نندارې ته اېښې دي.

نوموړي له رسنيو وغوښتل، چې د کتاب لوستنې اونۍ په اړه د خلکو د پوهاوي او د لوستنې د اهميت په اړه دې علمي خپرونې وکړي.

د خوست اوسېدونكي او د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي د دويم کال محصل صديق الله عابد كه څه هم په دغه ولايت كې د كتاب او كتاب لوستنې اونۍ ته خوښ دى، خو زياتوي چې دولت بايد په سمبوليكه توګه نه، بلكې بايد په هر اړخيزه توګه د كتاب لوستنې د دودولو لپاره كار وكړي.

د هغه په وينا، د كتاب لوستنې لپاره دې د كتاب ليكلو، چاپولو او ورته د ماركېټ پيدا كولو په موخه ګامونه واخلي.

د دعوت پوهنتون استاد نقيب الله متونوال وويل، چې د كتاب لوستنې د عامولو لپاره لومړى د فكر جوړولو ته اړتيا ده، ده ياد نندارتون د دې لپاره ښه پيل وګاڼه.

نوموړي زياته كړه، چې په هېواد كې د وروستيو مثبتو بدلونونو په پايله كې د تصويري رسنيو له رامنځته كېدو سره د كتاب لوستنې دود ته زيان رسېدلى دى.