ښرنه-پل علم (پژواک ٢٨ غويى ٩٢): چارواکي وايي، د پکتيکا په يحيى خېلو کې پر يو تراکتور د ماين چاودنې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پکتيکا ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه نن سهار اوه بجې د سره دېوال په سيمه کې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، چې تراکتور چلوونکى او دوه ماشومان وژل شوي او د يوې مېرمنې په ګډون درې تنه نور ټپيان دي.
خبرپاڼه کاږي، د پکتيکا والي محب الله صميم پېښه په کلکه غندلې او زياته کړې يې ده، چې د ملکي کسانو وژنه د نه بښنې وړ ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په سيمه کې د پوليسو له لوري پلټنې پيل شوې دي.
د يو بل خبر له مخې، د لوګر په پل علم کې تېره شپه ناپېژاندو کسانو يو دوکاندار وژلى او وروسته يې د هغه دوکان ته اور اچولى دى.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق وايي، چې هټۍ وال ميراخان نه کومه شخصي دښمني او نه يې هم له دولت سره اړيکه لرله.
خو د سيمې يو اوسېدونکى محمدصابر وايي، چې ميراخان دوکاندار په سيمه کې له نږدې سيمه ييزو پوليسو سره راشه درشه لرله او ښايي وسله والو به له سيمه ييزو پوليسو سره د اړيکو په تور وژلى وي.