ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ايساف بار وړونکې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې

لوګر کې د ايساف بار وړونکې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې

author avatar
19 May 2013 - 16:41
لوګر کې د ايساف بار وړونکې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې
author avatar
19 May 2013 - 16:41

کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٢): ايساف وايي، چې په افغانستان کې يې يوه لويه بار وړونکې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې ده.

په کابل کې د  ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا  (سي ١٣٠) ډوله الوتکې نن د افغانستان په لوګر ولايت کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

سرچينه زياتوي، چې په دې پېښه کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په سيمه کې د وسله والو مخالفينو خوځښتونه هم نه دي ليدل شوي.

د يادونې ده، چې تېره مياشت هم په ياد ولايت کې يوې قراردادي چورلکې بېړنۍ ناسته وکړه او وروسته يې عمله، چې ډېر يې ترکي انجينران وو، د طالبانو له خوا وتښتول شوه، خو څو ورځې مخکې بېرته خوشي شول.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.